Language

لښکرګاه (پژواک ١٧ کب ٩٠): د هلمند له مركزي زندان څخه د ولسمشر كرزي د وروستي فرمان له مخې د ۵۵۷ بنديانو د بند موده کمه او ١١٣ تنه بنديان خوشې کېږي.

د هلمند ولايت د والي د دفتر رييس محمد لعل احمدي پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د هلمند له مرکزي زندان څخه تېره ورځ اووه تنه خوشې شول او په نږدې راتلونکي کې به ١١٣ تنه نور خوشي شي او د ٥٥٧ تنو د بند موده به کمه شي.

د هغه په وينا، د هلمند په مرکزي زندان کې دا مهال ټول ١١سوه ٤٦ تنه زندانيان موجود دي، چې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې، چې د ميلاد د ورځې په مناسبت يې صادر کړى و، تراوسه ٧ تنه خوشې شوي دي.

د ده په خبره، د يادو ۱۱۳  تنو زندانيانو د بند موده هم د ټاکل شوي كمښت له امله وه، چې په راتلونكو درېيو ورځو كې به خوشې شي.

نوموړي وويل، هغه بنديان چې د بند په موده كې يې كمښت راغلى او خوشې كېږي، د بېلابېلو جنايي او سياسي جرمونو په تور نيول شوي وو.

احمدي زياته كړه، چې د لښكرګاه زندان ټول امكانات په معيار برابر دي، حرفوي زده كړې وركول كېږي، له خپلوانو سره يې د ليدو وخت معلوم دى او د خوب، خوراك او د لوبو زمينه ورته برابره ده.

د دې زندان مسوول جنرال بسم الله حميد پژواك اژانس ته وويل، په هغو بنديانو کې چې د ولسمشر د فرمان له مخې خوشې کېږي او يا يې د بند په موده كې كمښت راغلى دى، ۵۰۴ تنه لويان، ۴۳ تنکي ځوانان او درې تنه يې ښځې دي.

 د هغو اووه تنو له ډلې څخه چې تېره ورځ خوشې شول، يو تن يې د صاحب خان په نوم پژواك خبري اژانس ته وويل، چې اووه مياشتې وړاندې د موټرسايكل د غلا په تور نيول شوى و او تېره ورځ خوشې شو.

د ده په وينا، چې د تېرو اووه مياشتو په موده کې چې په بند کې يې تېرې کړي، د خياطۍ په برخه كې يې زده کړې ترلاسه كړي دي، چې له دې وروسته به د همدغه کسب په برخه کې دوکان پرانېزي.

Related Topics