Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غضنفر: په ټولنه کې دې ښځو ته مساوي ونډه ورکړل شي

ميدان ښار، کلات (پژواک ١٨ کب ٩٠): د ښځو چارو وزيرې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د غندلو ترڅنګ په ټولنه کې د ښځو په ځواکمنتيا او له نارينه وو سره په مساوي ونډې اخيستنې ټينګار وکړ.

 دغه څرګندونې د ښځو چارو وزيرې مېرمن حسن بانو غضفر، په هغه پيغام کې کړې چې نن د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د جوړې شوې غونډې پر مهال ولوستل شو.

 په دې غونډه کې د ولايت والي محمد حليم فدايي، د ولايتي شورا غړو، د سولې دفتر مسوولينو، امنيتي چارواکو، علماوو او د دې ولايت سلګونو ښځو برخه درلوده.

 د دې ولايت د ښځو چارو رييسې دينا، د ښځو چارو د وزيرې حسن بانو غضفر پيغام چې د دې ورځې په مناسبت يې رالېږلى و، ولوست.

 غضنفر په خپل پيغام کې د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوتريخوالی په کلکه غندلى او په ټولنه کې يې د ښځو پر ځواکمنتيا او له نارينه وو سره په مساوي ونډې اخيستنې ټينګار کړى ده.

 

د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي، د اسلام مبارک دين له نظره د ښځو ونډې ته په اشارې سره وويل، چې د ښځو په اړه په قران کريم کې ځانګړي سورتونه نازل شوي دي.

 د هغه په وينا، د ښځې ونډه په اسلامي شريعت او انساني ټولنه کې د پام وړ ده، چې همدغو ښځو پيغمبران او د نړۍ ستر خلک زېږولي دي.

 فدايي پر نړيوالې ټولنې نيوکه وکړه، چې د ښځو په اړه د جنډر شعار له افغاني کلتور سره سم اړخ نه لګوي، د نوموړو ويناوې يواځې د شکلياتو او تر شعارونو پورې وي؛ خو د ښځو د ځواکمنتيا لپاره يې بنسټيز ګامونه د افغاني ټولنې له کلتور سره نه دي اخيستي.

 والي په خپلو خبرو کې په دې ولايت کې د ښځو د غښتلتيا په اړه له اخيستل شويو ګامونو څخه خوښي وښوده؛ خو ترسره شوي کارونه يې کافي هم ونه وبلل او په دې برخه کې يې د خپل تر لاس لاندې پروګرامونو ته اشاره وکړه.

 

په دې غونډې کې د ترکيې د بيارغونې ډلې مشر مظفر، د ترکيې د مسلمانو ښځو په استازيتوب د مارچ اتمه، ټولو ښځو ته له خوښيو ډکه ورځ وبلله او زياته يې کړه، چې افغان مېرمنې د نړۍ تر ټولو ښځو غښتلې دي.

دغه راز نن په زابل کې د ښځو ورځ ونمانځل شوه، د دې ولايت يو شمېر مېرمنې او دولتي چارواکي وايي، چې لا هم په دې ولايت کې مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او بايد چې دولت ورته جدي پاملرنه وکړي.

 په هغې غونډه کې چې نن د ښځو د نړيوالي ورځې د نمانځلو په موخه د کلات ښار د ښاروالۍ په تالار کې جوړه شوې وه، ويناوالو ټينګار وکړ چې د ښځو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره زيات کار ته اړتيا شته.

د والي مرستيال محمدجان رسوليار په خپلو خبرو کې وويل، چې ښځې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي؛ خو په هغه اندازه حقونه نه دي ورکړل شوي څومره چې لازمه ده.

نوموړي زياته کړه: ((د اسلام مبارک دين ښځو ته پوره حقوق ورکړي دي، نو موږ ته هم د يو مسلمان ملت په توګه په کار دي چې ښځو ته حق ورکړو.))

د زابل د ښځو چارو سرپرسته صديقې جلالي پژواک اژانس ته وويل، چې که څه هم د طالبانو د واکمنۍ په پرتله اوس د ښځو ژوند ته څه ناڅه پاملرنه شوې ده؛ خو بيا يې هم پر وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دي.

هغې زياته کړه چې د دې ولايت ډېری ښځې له زده کړو بې برخې دي، روغتيايي اسانتياوو ته لازم لاسرسی نه لري، وهل ډبول کېږي، له سخت فقر سره لاس او ګرېوان دي او د کار کولو اجازه نه لري.

نوموړې غوښتنه وکړه، چې د ښځو چارو وزارت او نورې مرستندويه ټولنې بايد په زابل کې د ښځو پر وړاندې د يادو شويو ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د افغانستان د خواري کښو او مزودرانو د سراسري اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل وايي، چې ښځې د ټولنې عمده برخه تشکيلوي؛ خو يو شمېر ښځې اوس هم شاقه کارونه کوي او له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

 

هغه زياته کړه، چې په لرې پرتو سيمو کې ډېرى مېرمنې روغتيايي اسانتياوو، ښوونې او روزنې ته هم لاسرسى نه لري او له خپلو حقونو خبرې نه دي.

 

نوموړي له حکومت او مرستندويو ټولنو وغوښتل، چې د ښځو د حقونو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره او دوى ته د کار لازم فرصتونه پيدا کړي

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.