مزارشريف (پژواک ١٨ کب ٩٠): د بلخ د ښځو چارو رييسه فريبا مجيد وايي، چې په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی ۲۰سلنه کم شوی دی.
نوموړې دغه څرګندونې نن (د کب ۱۸مه) د ښځو د نړيوالې ورځې په وياړ نيول شوو مراسمو کې وکړې.
نوموړې زياته کړه، چې تېر کال يې د تاوتريخوالو ۲۰۰ پېښې درلودې، خو سږ کال يې ګراف ۱۲۰ پېښو ته راټيټ شوی دی.
د هغې په وينا، ډېری پېښې په کې د ښځو د نفقې نه ورکول او اجباري ودونه دي.
مجيد وويل، چې د دغه ولايت د ښه امنيت له امله دولتي او غير دولتي ارګانونو د ښځو د حقونو د پوهاوي په برخه کې ښه کار کړی دی.
نوموړې زياته کړه، چې د عامه پوهاوي په برخه کې رسنيو هم رول لوبولی دی.
د هغې په وينا، په کليوالو سيمو کې لا هم ناسم دودونه موجود دي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل ګرځي.
په بلخ کې د سوداګرو ښځو د ټولنې مشرې فهيمې رحيمي پژواک ته وويل، چې د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی کم شوی، خو زياته يې کړه، چې لا هم د ناسمو دودونو له امله ښځې خپلې سوداګرۍ ته دوام نه شي ورکولای.
نوموړې زياته کړه: ((سره له دې، چې د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د رابعه بلخي په نامه ځانګړی مارکېټ موجود دی، خو لا هم د مېرمنو د پراخو سوداګريزو هڅو ته اړتيا ليدل کېږي.))
د هغې په وينا، حکومت ښايي په کليوالو سيمو کې هم مېرمنو ته د لاسي صنايعو
زمينه برابره کړي.
د ښځو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې پر يو شمېر دولتي او غير دولتي چارواکو سربېره د مزارشريف لسګونو مېرمنو برخه اخيستې وه.
۲۹ کلنه رقعيه، چې د خپلې کورنۍ له نورو ښځينه غړو سره يو ځاى ولاړه وه، پژواک ته وويل: ((ما مې مور او پلار راضي کړل، چې موږ حق لرو، د باندې ووځو او کار وکړو.))
نوموړې زياته کړه، چې کورنۍ يې له کور څخه بهر د کار کولو اجازه نه ورکوله، خو له تېرو شپږو مياشتو را په دېخوا د رابعه بلخي په مارکېټ کې د لاسي صنايعو دوکان لري.
د هغې په وينا، د لاسي صنايعو د خرڅلاو له لارې د خپل کور خرڅ پوره کوي.
په بلخ کې د ښځو نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د علماوو شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې مېرمنې دې په کار ځايونو کې له نارينه وو څخه بېلې شي او له محرم پرته دې سفر نه کوي.
يو شمېر مېرمنو د علماوو د شورا ياده پرېکړه عملي کېدونکي ونه بلله.