کابل (پژواک ١٩ کب ٩٠): د ولسمشر دويم مرستيال د عبدالعلى مزاري د اوولسم تلين په غونډه کې ټول افغانان يوالي او وسلوال مخالفين د جګړې پر ځاى سياسي مبارزې ته روابلل.
د اسلامي وحدت ګوند پخوانى مشر عبدالعلى مزاري د ١٣٧٣ کال د کب په ٢٢ مه وسلوالو طالبانو په کابل کې تر نيول کېدو وروسته په غزني کې وواژه .
نن د مزاري د اوولسم تلين په ياد د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې د زرګونو تنو په ګډون غونډه جوړه شوه .
د ولسمشر دويم مرستيال او د اسلامي وحدت ګوندمشر محمد کريم خليلي دې غونډې ته په خپله وينا کې وويل : (( مزاري د يوالي او وحدت د لارې شهيد دى، چې کلونه کلونه يې د يووالي لپاره مبارزه کړې ده.))
هغه وويل ، چې د مزاري د لارې تلونکو په ډېرو سختو شرايطو کې هم د هغه بيرغ نه دى غورځولى او بايد د هغه لاره تعقيب شي .
ده ټول افغانان يوالي ته راوبلل او پر وسلوالو مخالفينو يې غږ وکړ، چې جګړه پرېږدي او د سياسي مبارزو لار خپله کړي .
سرچينې زياته کړه : (( ملي يوالى يو جدي ضرورت دى ، د دې وخت راغلى ، چې د يوالي لپاره کار وکړو او په خپل ټول توان او ځواک له ملي يوالي څخه ملاتړ وکړو.))
هغه سوله د افغانستان لپاره اړتيا وبلله، خو زياته يې کړه چې د سولې خبرې بايد داسې پرمخ ولاړې شي، چې د افغان حکومت د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې له منځه يونه سي .
دى وايي، چې د افغانستان له اساسي قانون څخه په هر قيمت، چې وي بايد ساتنه وشي.
هغه په داسې حال کې، چې ويل يې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته به افغانستان يو نوي پړاو ته ننوځي ، زياته کړه : (( هيله من يو چې دا نوى پړاو په ملي مشارکت پېل شي .))
ټاکل شوې ده، چې د ٢٠١٤ کال تر پايه په ټول هېواد کې د امنيتي چارو مسووليتونه له بهرنيو څخه افغان ځواکونو ته ولېږدول شي .
د ولسمشر دويم مرستيال په تېرو لسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې له مرستو او همکاريو يادونه وکړه او د هغوى شتون يې په افغانستان کې يوه اړتيا وبلله .
هغه زياته کړه : (( اوس هم د نړيوالې ټولنې همکاريو ته اړتيا شته او داسې ايجابوي ، چې تر يوې مودې په افغانستان کې پاتې شي .))
په نننۍ غونډه کۍ د مزاري د تلين په اړه سلاکار وزير شهزاده مسعود د ولسمشر حامد کرزي پيغام هم ولوسته .
د ولسمشر په پيغام کې راغلي و، چې عبدالعلي مزاري په خپل ټول ژوند کې په رېښتينولۍ سره د خپلو خلکو د يوالي لپاره کار کړى .
په پيغام کې هيله ښودل شوې، چې د هېواد ځوان نسل هم د مزاري د ژوند له مبارزو څخه پند واخلي او د هېواد د يوالي لپاره هڅه وکړي .
د ملي جبهې مشر احمد ضيا مسعود هم مزاري د يوالي سمبول وباله او ويې ويل چې مزاري هم وروسته له اوږدې مبارزې د احمد شاه مسعود ، عبدالحق او استاد برهان الدين رباني په څېر د افغانستان د دښمنانو لخوا ووژل شو.
دغه راز هغه وويل، چې دوى په هېواد کې د سولې غوښتونکي دي، خو په دې شرط ،چې د سولې په خبرو کې معامله ونه شي او د افغانستان ټولې لاسته راوړنې له منځه ولاړې نه شي .
د اسلامي وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د اوولسم تلين په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ولسمشر د دويم مرستيال په ګډون د کابينې يوشمېر غړيو ، د ولسي جرګې مشر او د خلکو استازيو ، د سياسي ګوندونو مشرانو او ګڼ شمېر عامو وګړيو برخه اخېستې وه .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP