هرات ښار ( پژواک ١٩کب ٩٠): هغه تن، چې ديوه ترکي ودانيز شرکت ددوه کارکوونکو په تښتولو کې د لاس لرلو په تور نيول شوى و ، تېره شپه د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ له نظارتخانې څخه وتښتېد.
دغه مطلب د هرات ولايت د ولسواليو د چارو مسوول محمد شعيب معصومي پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړ.
هغه ددې تن د تښتېدو د څرنګوالي په اړه زيات معلومات ورنکړل، خو ويې ويل ، چې د نظارتخانې دوه کارکوونکي له پېښې سره د تړاو په تور او د پېښې د روښانه کېدو په موخه نيول شوي دي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا په داسې حال کې ده ، چې د ترکي شرکت دوه تښتول شوي کارکوونکي درې ورځې مخکې خوشې شوې دي.
دغه دوه تنه د سلواغې په ٣٠مه د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د ناپېژاندو کسانو لخوا تښتول شوي وو.
د شينډنډ ولسوالۍ د ګارنيزيون قوماندان محمد سليم مخکې پژواک اژانس ته ويلي و ، چې يو تښتول شوى تن ترکى او بل يې افغان و ، چې د شينډنډ ولوالۍ په هوايي ډګر کې يې په يوه ودانيزه پروژه کې کار کاوه.
دا په داسې حال کې ده ، چې تېر کال هم له دې ولسوالۍ څخه د يوه ترکي شرکت دوه کارکوونکي تښتول شوي وو او له څو ورځو وروسته بېرته راخوشې شول.