Language

جاپان ١١١ميليونه دالره مرسته کوي

کابل(پژواک١٢٠کب٩٠): جاپان  د شپږو بېلابېلو پراختيايي او رغنيزو  پروژو د جوړولو لپاره له افغانستان سره د ١١١ ميليونه  امريکايي ډالرو مرسته کوي.

د مرستې دغه تړون نن په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال جاويد لودين او په کابل کې د جاپان سفير ريشيرو تکاشي(Reiichiro Takahashi) ترمنځ لاسليک شو.

سرچينې په دې اړه خبريالانو ته وويل، چې ددې مرستې ٢٢ مليونه ډالر به د کابل د نړيوال هوايي ډګر د الوتکو پارکينګ پر پراخولو  او١٤،٢ ميليونه به د باميانو هوايي ډګر د رنوې (ځغاستې ليکې) د پراخولو او د ترمينال پر جوړولو ولګول شي.

تکاشي وويل ، چې دا مهال د کابل د نړيوال هوايي ډګر په پارکينک کې ٢٦ الوتکې ځايېږي ، چې له   پراختيا سره به يې دا کچه ٣٢ ته لوړه شي.

ده وويل چې اوسمهال هر کال ١٦٦٥٩ الوتکې د کابل په هوايي ډګر کې ناسته او الوتنې کوي، خو دغه شمېره به دپارکينګ په پراختيا سره  په کال کې ٢٥٠٠٠ ته لوړه شي.

تکاشي همداراز وويل چې ددې مرستې بله پروژه په کابل پوهنتون کې د کمپوټر ساينس د پوهنځي لپاره د ودانۍ جوړول او دې پوهنځي ته د تجهيزاتو برابرول دي، چې په ټوليز ډول به پرې ٧،٥ ميلونه ډالر لګښت راشي.

دده په وينا، د پوهنځي د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به دا پوهنځى وتوانېږي ، چې له اوسنۍ کچې ٤٥٠ تنه ډېر محصلين جذب کړي.

د جاپان د سفير د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دې پوهنځي کې ٥٥٠ محصلين په زده کړو بوخت دي.

ده زياته کړه: (( دا د افغانستان د راتلونکيو نسلونو لپاره يوه ښه پانګونه ده. ))

دده د معلوماتو له مخې، د يادې مرستې ٢٨ ميليونه ډالر، په کابل ښار کې د سړکونو جوړولو او پراخولو  ته ځانګړي شوي دي.

هغه په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې ددې پيسو په لګښت سره به  د کابل شمال لور ته ١٥ کيلومتره سړک او  ددې ښار په يوولسمه ناحيه کې به ٥ کيلومتره سړک جوړ شي .

هغه همداراز وويل  چې ٧،٨ ميليونه ډالر به د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې زراعتي ځمکو ته د اوبو رسولو پر سيستم ولګول شي او همداراز به په دې ولسوالۍ کې ٥ کيلومتره سړک هم په اساسي ډول جوړ شي.

هغه وويل چې ددې پروژې په پلي کېدو سره به ١٤٤ هکتاره نورې ځمکې ته اوبه ورسول شي او ددې ولسوالۍ په زراعتي توليداتو کې به ١٥ په سلو کې زياتوالى راشي.

د جاپان سفير زياته کړه چې پاتې ٣١،٥ ميليونه ډالر به  له زيانمن توب څخه د افغانستان د اقتصادي زيربناوو پر ژغورلو  او د افغانستان حکومت لپاره د نفتو پر برابرولو ولګو ل شي .

سفير وويل چې دا پروژې به د جاپان د نړيوالو مرستو موسسه (جايکا)  د افغانستان د حکومت له اړوند ادارو سره په همغږۍ پلې کړي.

هغه وويل چې ددې پروژو موخه د افغانستان له ثبات سره مرسته ده .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال د جاپان له مرستې مننه وکړه او زياته يې کړه چې جاپان په تېرو لسوکلونو کې له افغانستان سره د لويو مرسته کوونکيو هېوادونو له ډلې څخه دى‌.

ده وويل چې جاپان سره له دې ، چې تېرکال د سونامي له امله وځپل شو او دې هېواد ته يې ډېر اقتصادي زيانونه واړول، خو بيا هم له افغانستان سره مرستو ته ژمن پاتې شوى دى .

 د لودين د معلوماتو له مخې، د نننۍ ١١١ ميليونه ډالره مرستې په ګډون، په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره  د جاپان مرسته ٤ ميليارد ډالرو ته ورسېده .