Language

زلمى رسول په يوه رسمي سفر قطر ته ځي

کابل (پژواک ٢٠ کب ٩٠): ټاکل شوې چې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول قطر هېواد ته رسمي سفر وکړي.

دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه زياته کړه، چې زلمى رسول دغه سفر د قطر هېواد په رسمي بلنه ترسره کوي او په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخېزو معاملاتو خبرې وشي.

 دا چې د دغو خبرو پر مهال به له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو او په قطر کې د هغوى د دفتر د پرانيستلو په اړه هم خبرې ولري، جانان موسى زي يې په اړه څه ونه ويل.

طالبانو دوه مياشتې مخکې اعلان کړى و، چې دوى له امريکا سره د (افهام او تفهيم) په موخه په قطر کې د دفتر پرانيستلو ته چمتووالى لري.

د افغانستان او امريکا حکومتونو هم له دغه کار سره خپله موافقه ښودلې ده.

که څه هم ځينې سرچينې وايي، چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستل شوى، خو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار وايي، چې قطر ته د سفر پر مهال د ډاکتر زلمي رسول د خبرو اصلي موضوع ښايي له وسلوالو طالبانو سره د خبرو کول او په قطر کې د دفتر پرانيستل وي.

نوموړى دغه سفر په داسې حال کې مهم بولي، چې په دې وروستيو کې د سولې په برخه کې يو لړ پرمختګونه شوي دي.

د حقيار په وينا، د بګرام د زندان چارې افغان ځواکونو ته سپارل او له ګوانتانامو زندان څخه د افغان حکومت د پلاوي ليدنه مهم ګامونه دي، چې ښايي د سولې په لاره کې ګټور ثابت شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول په داسې حال کې قطر ته رسمي سفر کوي، چې تېره مياشت د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر هم دغه هېواد ته سفر کړى و.

Related Topics