مزارشريف (پژواك ٢٠ کب ٩٠): د خونې پر دېوال توره تخته زړېدلې، ښوونكى پر رنګه تباشيرونو الف، ب، ت، ليكي او زده كوونكي د شپې د ګاز ډبې رڼا ته پر پلاستيكي فرش د خپل راتلونكي د رڼا كولو په موخه د سواده زده كېدو هڅه كوي.
د بلخ ولسوالۍ د وزيراباد كلي د يوه کور په يوه خونه کې هره شپه په لسګونو ځوانان د باسواده كېدو په موخه د همدغه كلي له يوه نولس كلن ځوان عبدالله خاكسار څخه زده كړې كوي.
دغه لړۍ له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په داسې حال كې پيل شوې، چې دولت يې په اړه معلومات هم نه لري؛ خو تر دې دمه يې لسګونه بې سواده ځوانان باسواده كړي دي.
عبدالله خاكسار، چې د همدغه كلي د مومندانو لېسې د يوولسم ټولګي زده كوونكى هم دى، وايي، چې دى د خپلو كليوالو پر ژوند ځکه ځورېده؛ چې زيات شمېر يې بې سواده وو.
نوموړى، چې له رنګه خړې او ساده جامې يې پر ځان وې، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زه په دغه باور يم، چې د ژوند د ښه كولو لپاره له ټولو رنګونو د زده كړو رنګ ډېر مهم دى، چې بايد هر څوك يې ولري.))
د هغه په وينا، دى په دغه فكر دى، چې هر څه بايد دولت ته پرې نه ښودل شي، د ټولنې هر كس بايد تر خپل وسه كار او خدمت وكړي.
خاكسار وايي: ((پخوا چې به سهار مهال له كوره ووتم، نو څوك به په غوايانو پسې روان وو، څوك به په خرو پسې؛ خو اوس شكر دى، د يو نيم په لاس كې كتابونه وي او ښوونځيو ته د تلونكو شمېر هم زيات شوى دى.))
خو نوموړي زياته كړه، د تېرو څو كلونو په ترڅ كې، چې ځيني خلك له ښوونې او روزنې لرې پاتې شوي، بيا يې د زده كړو د ترلاسه كولو هڅې نه دې كړي.
هغه وايي: ((ما هڅې پيل كړې، چې لږ تر لږه د كلي هغه ځوانان، چې لا هم د زده كړو جوګه دي، د همدې لړۍ له لارې يې باسوداه كړم.))
خاكسار وويل، چې درې مياشتې وړاندې يې د خپل كلي له څلورو ځوانانو سره خبرې وكړې، چې هره شپه به سره كېني او دى به ورته د باسوداۍ لپاره سبق وايي.
نوموړي زياته كړه، چې هغوى ورسره ومنله، د كلي يو مشر خپله حوېلۍ وركړه او د لومړي ټولګي له كتابه يې پيل وكړ.
د هغه په وينا، له الف، ب، ت، يې پيل كړى و، خو نن يې نږدې شل ځوانان دې ته رسولي، چې ليك او لوست كولاى شي.
خاكسار د دې پوښتنې په ځواب كې، چې ولې يې د ورځې پر ځاى د درس لپاره شپه غوره كړې؟ وويل: ((په كلې كې خو خلك كارونه ډېر كوي؛ نو د ورځې اوزګار نه وي، شپه ښه ده، نه په كې د هغوى روزګار خرابېږي او نه له ما ډېر وخت نيسي.))
نوموړي زياته كړه، چې دمګړۍ ۱۳ ځوانانو ته هره شپه د باسواده كېدو زده كړې وركوي.
د دغې لړۍ ګډونوال خوښ دي او داسې انګېري، چې ايله يې پر سمو لارو د ژوند د تېرولو لارې چارې زده كړې دي.
د همدې لړۍ ګډونوال ۳۰ كلن اشرف خان پژواك اژانس ته وويل: ((مخكې خو داسې وو، لكه په رڼا ورځ چې مې روغې سترګې كار نه كوي.))
نوموړي زياته كړه: ((والله اوس ډېر افسوس كوم، دغه تېر ژوند خو موږ لكه ړوند داسې تېر كړى او له شرمه ډك ژوند و.))
د هغه په وينا، د ژوند وړې وړې چارې يې هم سمې نه شواى ترسره كولاى، له چا يې د ټيلېفون شمېره نه شوه اخيستى، حساب كتاب يې په خپل كليوالي دود كاوه، چې په ښار كې به خلكو تېر ايسته.
اشرف خان وويل، چې د همدې لړۍ له پيله هره شپه درس ته ځي، چې اوس ليك او لوست كولاى شي او هر ډول حساب كتاب ورته اسانه دى.
خو د همدې لړۍ ځينې ګډونوال بيا وايي، چې د يادې لړۍ له پيل كېدو ورسره د سمو زده كړو د ترسره كولو هوډ پيدا شوى او ترسره كوي به يې.
۲۷ كلن فدا محمد، چې له ۲۰ ورځو راهيسې ورسره ملګرى شوى، پژواك ته وويل، داسې ورته ښكاري، لكه د ژوند كومه وركه چې يې بېرته پيدا كړې وي.
نوموړي زياته كړه: ((په دې ډېر ځورېدم، چې د ټيلېفون شمېره مې هم نه پېژنده، خو دغه زړه مې هم نه درلود، چې په ٢٧ كلنۍ كې دې سبق شروع كړم.))
د هغه په وينا، په پيل كې يې د همدې لپاره د شپې له خوا دغه سبق شروع كړ، چې يوازې لوحې ولوستى شي او د ټيلېفون شمېرې وپېژني؛ خو اوس يې تابيا كړې، چې ډېرې زده كړې به كوي.
فدا محمد وويل، ښوونكي يې ورته ويلي، چې كه چېرې دوه مياشتې نور هم هره شپه راشئ او خواري وكړئ، نو په ښوونځي كې د اووم ټولګي د سويې امتحان وركولاى شئ.
نوموړي زياته كړه، چې اوس يې همدا موخه ده او ځان به ورته رسوي.
د بې سوادۍ د كورس ښوونکي خاكسار وويل، هوډ يې كړى، چې تر هغې به دغه لړۍ پر مخ بيايي، چې د كلي هر سړى يې باسواده شي او د زده كړو په ارزښت پوه شي.
نوموړي زياته كړه، چې په پيل كې يې له خپلو هغو كليوالو بې سواده ملګرو پيل وكړ، چې د ده خبره يې اورېده؛ خو د وخت په تېرېدو د كلي نورو بې سواده ځوانانو په دې لړۍ کې د ور ګډېدو نيت وكړ او تر دې دمه يې ۲۰ تنه باسواده كړي دي.
د هغه په وينا، په دې اړه يې له دولت سره اړيكې نه دي نيولې.
خو د بلخ د پوهنې مسوولين كه څه هم له دغه کار څخه ناخبري ښيي، خو په پيل يې خوښ دي.
د دغه ولايت د پوهنې رياست وياند محمدكبير پژواك اژانس ته وويل، چې دوى په وزير اباد كلي كې د داسې كومې لړۍ له پيل څخه معلومات نه لري؛ خو كه چېرې په ښه توګه پر مخ ځي، نو پرې خوښ دي.
نوموړي زياته كړه، چې ورته كړنې دا په ډاګه كوي، چې د تېرو كلونو په پرتله اوس افغانان د زده كړو په ارزښت پوه شوي او هڅه كوي، چې له همدې لارې ژوند ته نوى رنګ وركړي.
د هغه په وينا كه چېرې دغه ځوان د پوهنې له رياست سره په اړيكه كې شي، نو دوى چمتو دي، چې د درسي كتابونو ترڅنګ ورسره د زده كړو په مېتود كې هم مرسته وكړي.
خو عبدالله خاكسار وايي، چې دوى كومې ځانګړې مرستې ته اړتيا نه لري.
نوموړي زياته كړه، چې د دوى ډېر لګښت په كتاب راځي، چې له بازاره يې د شل افغانيو په بيه په اسانه ترلاسه كولاى شي، توره تخته كاروي او تباشير ورته د خپل كلي د ښوونځي ښوونكي وركوي.
هغه د زده كړو د مېتود په اړه وويل، چې له يو شمېر استادانو سره يې په كې مشورې كړې دي او په ساده لارو چارو ورته ليك لوست ښيي او يوازېنې موخه يې د خپلو كليوالو باسواده كېدل دي.
د وزيراباد كلي مشران هم د خپل ځوان له پيل شوي کار څخه خوښ دي او د هر اړخيز ملاتړ وعده ورسره كوي.
د همدغه كلي يو مشر خال محمد پژواك ته وويل، د خوشالۍ ځاى دى، چې ځوانان يې په خپله د زده كړو په ازرښت پوه شوي دي.
نوموړي زياته كړه: ((پخوا نه مشرانو د زده كړو لپاره كوښښ كاوه او كومو چې به كاوه، نو اولادونو به يې ناغېړي كوله.))
د هغه په وينا، اوس حالت ښه شوى او ډېر خلك د زده كړو په ارزښت پوه شوي دي.
خال محمد وويل، چې دوى د خپل كلي له ځوانانو سره ملګري دي او د زده كړو په برخه كې ورسره هر ډول مرستې ته چمتو دي.
د پوهنې رياست وياند كبير وويل، چې د پوهنې رياست په چوكاټ كې د تېر يوه كال په ترڅ كې د باسوداۍ له بېلابېلو كورسونو نږدې ۵۰ زره تنه باسواده شوي دي.