کابل (پژواک ٢١ کب ٩٠): المان په ٢٠١٢ کال کې له افغانستان سره ٣١٢ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کوي چې په کابل، کندوز، تخار، بدخشان، بغلان او بلخ ولايتونو کې به ولګول شي.
د دې مرستې تړون نن (د کب ۲۱مه) په کابل کې د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال او د المان د اقتصادي همکاريو د پراختيا وزير ډرک نيبل (Dirk Niebel) ترمنځ لاسليک شو.
زاخېلوال خبريالانو ته وويل، المان ويلي چې دغه پيسې بايد پر اغېزمنو پروژو ولګول شي او د پروژو په پلي کېدو کې بايد روڼتيا شتون ولري.
د ماليې وزير د نورو معلوماتو له ورکولو پرته زياته کړه، چې دغه پيسې به د اقتصادي پراختيا، ښوونې او روزنې، روغتيا او ښې حکومتدارۍ په برخو کې ولګول شي.
د زاخېلوال په وينا، المان هر کال له افغانستان سره د ٤٣٠ ميليونه ډالرو مرستې کوي او د ننني تړون مرستې هم د همدې مرستو يوه برخه ده.
ده له المان څخه وغوښتل، چې خپلې مرستې نورو ولايتونو ته هم وغځوي.
زاخېلوال په داسې حال کې چې له ٢٠١٤ کال وروسته، د ځينو هېوادونو د مرستو پر احتمالي کموالي يې اندېښنه وښوده، زياته کړه چې څه موده مخکې يې المان ته سفر کړى و او هلته يې له افغانستان سره د المان د اوږدمهاله مرستو په اړه خبرې کړي او ښې پايلې يې لرلې دي.
د المان د اقتصادي پراختيا وزير ډرک نيبل وويل، چې دوى به د افغانستان نورو ولايتونو ته د مرستو د غځولو په اړه غور وکړي.
هغه وويل چې په روان کال کې به له يادو ٣١٢ ميليون ډالره مرستې پرته، د المان نادولتي موسسې هم له افغانستان سره لس ميليونه يورو مرسته وکړي.
دى وايي، چې له دې يادې ٣١٢ ميليون ډالره مرستې به ١٧٥ ميليونه نغدې وي او پاتې نورې به يې تخنيکي مرستې وي.
دغه راز ده وويل، چې له افغانستان سره د المان د تېر کال له مرستو دوه اعشاريه شپږ ميليونه ډالره پاتې دي، چې سږ کال به افغانستان ته ورکړل شي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، المان په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د يو ميليارد امريکايي ډالرو په ارزښت مرستې کړي، چې ډېره برخه يې د معارف، حکومتدارۍ او انرژۍ په برخو کې لګول شوې دي.
المان په افغانستان کې د ايساف تر چتر لاندې ٤٨٠٠ سرتېري هم لري، چې په شمالي ولايتونو کې مېشت دي او تر اوسه يې ٥٣ سرتېري وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP