کابل ښار (پژواک ٢١ کب٩٠): د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غټ سرټکي په قطر کې د افغان سولې د بهير د دويم پړاو خبرو اترو پيلېدل، افغان حکومت ته د بګرام زندان د چارو سپارل کېدل او د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى. اېس. اى د مشر بدلون جوړوي.
د خدمتګار، سرنوشت او ملي باور درېيو واړو ورځپاڼو په خپلو سرمقالو کې په قطر کې د افغان سولې د خبرو اترو د دويم پړاو پيل ته اشاره کړې او دغه موضوع يې له بېلو ليدلورو څېړلې ده.
د خدمتګار ورځپاڼه په دې اړه ليکي، چې امکان لري راتلونكې اونۍ له طالبانو سره د دويم دور خبرې پيل شي او د خدمتګار په ليکنه د خبرو اترو په دغه دور كې به د افغان حكومت مركچي هم حضور ولري، چې دغه مركچي ته به طالبان په لومړۍ غونډه كې د راتلونكو خبرو په اړه خپل وړانديزونه وسپاري.
دغه ورځپاڼه په دوام په قطر کې د خبرو اترو دويم پړاو څېړي او په دې اند ده، چې له طالبانو سره په لومړيو خبرو كې د حكومت استازى بايد د خبرو پر دوام هوكړه وكړي او په غور سره د طالبانو خبرې واوري او هم خپلې خبرې هغوى ته ورسوي.
د سرنوشت ورځپاڼه له ګوانتانامو زندان څخه د افغان حکومت د يوه پلاوي ليدنه کتنه او قطر ته د بل پلاوي سفر ارزوي او په دغه باور ده، چې په ګوانتانامو کې له طالب بنديانو سره د افغان دولت د پلاوي ليدنه او قطر ته د بنديانو د لېږد په اړه د افغان دولت رضايت او د طالبانو خوښه داسې پرمختګونه دي، چې د سولې له بهير سره مرسته کولى شي.
دغه ورځپاڼه په دې اند ده، چې ٢٠١٤ کال را نږدې کېږي، همدومره دا اړتيا زياتېږي، چې بايد په افغانستان کې د سولې بهير بريالى شي او ليکي چې افغان دولت ته په کار ده ترڅو په قطر کې د روانو خبرو د برياليتوب او په کې د افغان دولت د حق د خوندي کولو لپاره له دغه هېواد سره خپلې ډيپلوماتيکي اړيکې پياوړي کړي.
ملي باور ورځپاڼه هم ورته موضوع را اخيستي او په قطر کې د افغان سولې د بهير د دويم پړاو خبرو اترو له پيل څخه خبرې کوي او په دې اند ده، چې د سولې د خبرو اترو له پر ټپه درېدو وروسته اوس بيا د دغو خبرو اترو د بيا پيل لپاره هيله مندي زياته شوې ده.
دغه ورځپاڼه همدارنګه په کور دننه له دغو خبرو اترو سره د ځينو کړيو سياسي مخالفت ته هم ګوته نيسي او ليکي، چې يوازې افغان منتخب حکومت د دې حق لري چې د سولې د خبرو اترو په اړه د افغان ولس استازيتوب وکړي.
د ارادې او افغانستان غيردولتي، د هېواد او انيس دولتي ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې افغان حکومت ته د بګرام زندان د چارو سپارل او له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په لار کې د هغه ونډه څېړلې او هرې ورځپاڼې په دې اړه ځان ځان ته څېړنه کړې ده.
د ارادې ورځپاڼه په دې اند ده، چې د بګرام د زندان کنټرول او د هغې واک ترلاسه کول په افغانستان کې پر يوه سياسي سوژه بدله شوې او همدارنګه دغه ورځپاڼه د بګرام د زندان د چارو سپارلو موضوع، د بګرام په امريکايي اډه کې د قران د سپکاوي له موضوع سره تړلې ګڼي.
د ارادې ورځپاڼه له بګرام زندان څخه د افغان حکومت د ساتنې او سرپرستۍ له موضوع څخه هم اندېښنه لري او په دې اند ده، چې د بګرام زندان د چارو تر بشپړو سپارلو وړاندې بايد امريکايي او ناټو پوځيان د افغان ځواکونو د وړتيا لوړونې ته هم پاملرنه وکړي.
د افغانستان ورځپاڼه هم دا پوښتنه مطرح کوي، چې ايا له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د لاسليک وخت را رسېدلى دى؟ او په دې اند ده، چې افغان حکومت ته د بګرام زندان د چارو تر سپارلو او د شپي د عملياتو په اړه له راتلونکي هوکړې نه وروسته له امريکا سره د ستراتيژيک تړون لاسليک ته لاره هوارېږي.
دغه ورځپاڼه افغان حکومت ته د بګرام د زندان او شپې عملياتو د څېړلو په ترڅ کې په دې اند ده، چې د افغان حکومت له خوا د ډېرو مسؤوليتونو منل، د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو وړاندې ليکي، چې که چېرې دولت د سترو مسووليتونو د منلو وړتيا نه وي پيدا کړې، بېړنۍ او پر احساساتو ولاړې پرېکړې کولاى شي د افغانستان خلکو او دولت ته نا اټکل شوې ستونزې را مينځ ته کړي.
د هېواد دولتې ورځپاڼه هم افغان حکومت ته د بګرام د هوايي ډګر د زندان د چارو سپارل د افغانستان د ملي حاکميت د ټينګښت په لار کې يو مهم ګام ګڼي.
هېواد ورځپاڼه همدارنګه د بګرام زندان د چارو د لېږد هوکړه له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون په لار کې هم د يوه مهم پرمختګ په توګه يادوي او د دغه ستراتيژيک تړون لاسليک هم د افغانستان د راتلونکې په تېره بيا تر ٢٠١٤ وروسته مهم او با ارزښته ګڼي.
د انيس دولتي ورځپاڼه هم د ورتې موضوع په څېړلو سره ليکي، چې افغان حکومت ته د بګرام د زندان د مسؤوليت سپارل، هغه وخت ترسره کېږي، چې د دغه کار لپاره د ولسمشر کرزي له خوا ټاکلې موده هم نوره پاى ته رسېدله.
د انيس ورځپاڼه له امريکاسره د ستراتيژيک تړون د لاسليک په لاره کې د پرمختګ رامنځ ته کېدو په يادونې سره ليکي، چې د افغانستان خلک هيله من دي، چې د دغو ټولو هلوځلو پايلې به د افغانستان، سيمې او نړۍ د سولې او دايمي ثبات په لار کې مرسته وکړي.
خو د هشت صبح ورځپاڼه بيا د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى. اېس. اى) د مشر بدلون ته کتنه کړې او په دې اند ده، چې د څېرو بدلون ستونزې نه شي هوارولاى.
د هشت صبح ورځپاڼه د افغانستان او سيمې د هېوادونو په چاروکې د اى اېس اى ادارې لاسوهنو ته ګوته نيسي او په دې اند ده، چې دغه استخباراتي سازمان، د نړيوالو په فکرونو کې د پاکستان اعتبار له پوښتنې سره مخ کړى او په نړيوالو معاملو کې يې د دغه هېواد موقعيت را ټېټ کړى دى.
د هشت صبح ورځپاڼې په اند، دغه بدلو ن له دې پلوه هم ډېر ارزښت نه لري چې نوى ټاکل شوى رئيس هم يو پوځي دى او د تېر رييس ترلاس لاندې دمرستيال په توګه پاتې شوى دى.
د ماندګار ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې بيا تېرو دورو ته د بېرته ګرځېدنې لپاره د مقدمې تر عنوان لاندې د ولسمشرکرزي ډېرى سياستونه تېرو دورو ته د بېرته ورګرځېدنې په مانا ګڼي او پر هغې ګوت نيونه کوي.
ماندګار ورځپاڼه په دې اند ده، چې د عالمانو د شورا له خوا وروستۍ اعلاميه چې پر ښځو يې يو لړ بنديزنه لګولي وو، د دې لپاره يوه هڅه ده تر څو د ورځپاڼې په ليکنه يو ځل بيا دپطالبانو افکار او نظريات د صحنې پر مخ راولي.
دغه ورځپاڼه همدارنګه د بګرام زندان د چارو پر سپارلو او د بهرنيو ځواکونو له خوا د شپي د عملياتو د بنديدلو په اړه د ولسمشر کرزي ټېيګار هغه کړنې ګڼي، چې د ورځپاڼې په ليکنه د طالبانو د فکر خپرېدو او ديوه سياسي مثلث د وړاندې کولو لپاره زمينه برابروي، کوم چې د سيمې د استخباراتو او په تېره بيا د پاکستان د استخباراتو له لوري يې ملاتړ کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP