Language

لښکرګاه (پژواک ٢١ کب ٩٠): د هلمند د مركز لښكرګاه په ګډون په لسو ولسواليو كې په رسمي ډول د كوكنارو د له منځه وړلو كمپاين پيل شو.

د هلمند ولايت چارواكي مني، چې په دې ولايت كې پر شاوخوا ۵۰زره هكټاره ځمكه كوكنار كرل شوي دي؛ خو د دوى موخه يواځې دوه زره هكټاره ځمكه ده، چې له كوكنارو به يې پاكه کړي.

د هلمند والي محمدګلاب منګل نن (د کب ٢١مه) د مارجې ولسوالۍ په ترخه ناور سيمه كې د كوكنارو د كمپاين پرمهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په رسمي ډول د كوكنارو د له منځه وړلو كمپاين نن پيل شو؛ خو له مخکې هم په ولسواليو كې د كوكنارو د له منځه وړلو لړۍ روانه وه.

د هغه په وينا، د دې كمپاين پرمهال به پر دوه زره هكټاره ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه يوړل شي.

ده زياته كړه، چې سږكال د دوى مبارزه نوې بڼه لري، چې د كوكنارو د له منځه وړلو ترڅنګ به يې عاملين هم ونيول شي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

والي وايي، چې د مركز لښكرګاه په ګډون به په لسو ولسواليو كې هم كمپاين ترسره شي، چې له پوليسو سره به د ملي اردو ځواکونه او په ځينو ځايونو كې بهرني ځواكونونه هم مرسته وكړي.

منګل وويل: ((كه څه هم له پنځوس زره هكټاره کرل شوې ځمکې څخه اوس دوه زره هكټاره پاکېږي؛ خو موږ غواړو چې پر کروندګرو له بېلابېلو خواوو څخه فشارونه زيات كړو او په دې ډول په هلمند کې د كوكنارو د كر كچه صفر ته راكښته کړو.))

د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي عبدالرووف پژواك اژانس ته وويل، چې د دې سيمې خلك د اقتصادي ستونزو له امله اړ دي چې كوكنار وكري.

د ده په وينا، دولت دې د دوى سيمې ته د ځمكو د خړوبولو لپاره د خړوب د اوبو غم وخوري او د مالوچو لپاره دې ورته فابريكه فعاله كړي.

د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي فضل حق پژواك اژانس ته وويل، چې نن يې پر کوکنارو کرل شوې ځمکه د روان كمپاين په ترڅ كې پاکه شوه؛ خو ګواښ يې وكړ چې که دولت ورته د بديل غم ونه خوري، په راتلونكي كې به يې هم وكري.

ده وويل، چې اوبه يې لږ دي او له ژورو څاګانو څخه خپل فصلونه خړوبوي، چې په داسې حال کې د کوکنارو له کر پرته بل فصل ورته ګټه نه کوي.

د يادونې وړ ده، چې تېر كال هم پر ۶۰زره هكټاره ځمكه کوکنار کرل شوي وو، چې له هغې څخه يې يواځې درې زره هكټاره ځمكه پاکه شوه.

Related Topics