ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار محصلينو د لاريون په ترڅ کې د بندي محصل خوشي کېدل وغوښتل

د ننګرهار محصلينو د لاريون په ترڅ کې د بندي محصل خوشي کېدل وغوښتل

author avatar
12 Mar 2012 - 14:08
د ننګرهار محصلينو د لاريون په ترڅ کې د بندي محصل خوشي کېدل وغوښتل
author avatar
12 Mar 2012 - 14:08

جلال اباد (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي سلګونو محصلينو په جلال اباد ښار کې د لاريون په ترڅ کې د ملي امنيت له ادراې وغوښتل، چې د والي د پرېکړې له مخې دې نيول شوى محصل خوشى کړي.

محصلينو، چې په سوله ييز ډول يې د جلال اباد ښار ترمنځ پر غځېدلي لوى سړک يې د اعتراض په توګه پلتۍ وهلې وې، د امريکا پر ضد يې شعارونه ورکول او د هغه مکتوب کاپي ګانې يې په لاسونو کې نيولې وې، چې والي ګل اغاء شېرزي څو ورځې وړاندې ملي امنيت ته لارښونه کړې وه، چې نيول شوى محصل دې خوشى کړي.

د دغه پوهنځي د محصلينو شورا مشر محمدحنيف پژواک اژنس ته وويل، چې د پوهنځي يو محصل خليل الرحمن د سلواغي په ١٢مه ملي امنيت ادراې له مخالفينو سره د همکارۍ په تور نيولى دى.

نوموړى زياته کړه، چې د نيول شوي محصل په ضمانت ټول محصلين دوه اونۍ وړاندې ننګرهار والي ته ورغلي او هغه د يوه مکتوب په ذريعه له ملي امنيته غوښتې، چې نيول شوى محصل دې پرېږدي.

د محمدحنيف په وينا، دوه ورځې وړاندې يې ملګرو خليل الرحمن د ننګرهار په عامې روغتيا روغتون کې ولچک او زولانه په داسې حال کې ليدلى، چې ناروغ و.

نوموړي سيمه ييزه اداره تورنه کړه، چې د خپل والي اطاعت نه کوي.

محصلينو تېره ورځ په کندهار کې د يوه امريکايي پوځي پر ډزو د اولس تنو ملکي وګړو وژنه وغندله او ګواښ يې وکړ، که ملګرى يې پرې نه ښودل شي، دوى به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکړي.

د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې له نيول شوي محصل څخه پوښتنې روانې دي، چې وخت اخلي.

هغه زياته کړه، چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به نيول شوى محصل خوشى شي.

د يادونې ده، چې د ملي امنيت ادراې يوه مياشت وړاندې د ننګرهار پوهنتون دوه محصلين احمد غيور او خليل الرحمن نيولي وو او اعتراف يې کړى و، چې د پاکستان په نظامي مرکزونو کې يې روزنه ترلاسه کړې ده.

د دوى دغه اعترافات د ننگرهار د ملي تلويزيون له لارې هم خپاره شول.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.