Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په مهترلام کې يو استنادي دېوال جوړ شو

مهترلام (پژواک ٢٢ کب ٩٠): په لغمان ولايت کې د بيارغونې يوه پروژه بشپړه او د بلې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د دې پروژو د پرانيستلو پر مهال د لغمان والي اقبال عزيزي، ځايي چارواکو، قومي مشرانو او د سيمې اوسېدونکو برخه اخيستې وه.

والي اقبال عزيزي د مهترلام د تيرګړيو په سيمه کې د ٤٥٠ متره په اوږدوالي د استنادي دېوال د پروژې د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دې پروژې ٢٢ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له بودجې څخه ورکړل شوى دى.

هغه زياته کړه چې دا دېوال د اليشنګ سيند ترڅنګ جوړ شوى، چې له امله يې ٣٠٠٠ کورونه د سيند له سېلابي څپو څخه ژغورل شوي او چارې يې په درېيو مياشتو کې بشپړې شوې دي.

د لغمان والي دغه راز نن د مهترلام زيارت ته څېرمه په دښته کې د ١٤ کيلومتره کانال جوړولو د بنسټ ډبره هم کېښوده.

اقبال عزيزي وويل، چې دغه کانال د اليشنګ له سيند څخه سرچينه اخلي او د مهترلام تر دښتې پورې غځېدلى دى.

د هغه په وينا، له دې پروژې څخه به ٥زره جريبه ځمکه خړوبه، ٥٠٠ جريبه نوې ځمکه اباده او پنځه زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

عزيزي وايي چې پر دې پروژې ٥٢ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا ورکول کېږي او چارې به يې په نهو مياشتو کې بشپړې شي.

د دې سيمې يوه اوسېدونکي ګل جان پژواک اژانس ته وويل، چې په اوړي کې دوى د اوبو له ستونزې سره مخ وو او کروندو يې کافي اوبه نه درلودې.

د هغه په وينا، د دې کانال له جوړېدو سره به يې کروندو ته اوبه ورسېږي او حاصلاتو کې به يې زياتوالى راشي.

د لغمان والي عزيزي دغه راز زياته کړه، چې په روان لمريز کال کې يې په دې ولايت کې د ٣٠ ميليونو ډالرو په ارزښت د بيارغونې پروژې بشپړې کړې دي.

د نوموړي په وينا، په دې پروژو کې سلګونه کيلومتره استنادي دېوالونه، لسګونه کيلومتره سړکونه، پولګوټي، ښوونځيو ته ودانۍ او نورې شاملې دي.

هغه زياته کړه، چې د څلورو ميليونو ډالرو په ارزښت نوې پروژې به ډېر ژر پر لاره واچول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.