Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شېرزاد: په زابل کې مو د مخالفينو جګړه ييز ځواک له منځه وړى

کلات (پژواک ٢٢ کب ٩٠): د زابل امنيه قوماندان وايي، چې د روان کال په بېلابېلو عملياتو کې يې نږدې ٤٥٠ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوى جګړه ييز ځواک يې له منځه وړى دى.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد دغه څرګندونې د کب په ٢٢مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د دوى د پوليسو په ځانګړو او له نورو امنيتي ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې، په ١٣٩٠ لمريز کال کې ۱۴۹وسلوال طالبان وژلي او ۲۸۲ نور يې ټپيان کړي دي.

د شېرزاد په وينا، په وژل شوو او ټپيانو کې د طالبانو يو شمېر سيمه ييز قوماندانان هم شامل دي.

د زابل امنيه قوماندان زياتوي، چې د وسلوالو مخالفينو د پورتنۍ مرګ ژوبلې ترڅنګ ۷۰ وسلوال طالبان د پوليسو له لوري ژوندي نيول شوي، چې تر لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د جګړو او عملياتو په لړ کې لسګونه ميله ډول ډول سپکې او درنې وسلې هم امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلې دي.

هغه وايي، چې په تېر يوه کال کې د پوليسو تلفات د مخالفينو په پرتله ډېر لږ و.

فضل احمد شېرزاد وويل، چې د ۱۳۹۰کال له پيل راهيسې په دغه ولايت کې يواځې ۱۵ پوليس وژل شوي او نږ دې ۶۰ نور ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، چې د افغان امنيتي ځواکونو د برياوو عمده لامل د خلکو همکاري او پر پوليسو د باور زياتوالی دی.

خو وسلوال طالبان بيا د زابل د امنيتي چارواکو له لوري وړاندي شوي ارقام نا سم بولي او وايي، چې دولتي ځواکونو ته يې پراخ تلفات ور اړولي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې د تېر کال په لومړۍ نيمايي کې دوى په تعرضي او له دولتي ځواکونه سره په دفاعي حالت کې و او طبيعي خبره ده، چې د دولتي ځواکونو تلفات به زيات وي.

نوموړي زياته کړه، هغه کسان چې د ايساف او حکومتي ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي، ډېرى يې ملکي وګړي دي، خو چارواکي يې طالبان بولي.

په زابل کې دولتي چارواکي او وسلوال طالبان په داسې حال کې د يو بل د کمزوري ښودلو دعوې کوي، چې سوړ ژمی پای ته رسېدلی او ګومان کېږي، چې په راتلونکو څو اونيو کې به د دولت د مخالفينو بريدونه يو پر بل پسې پيل شي.

بلخوا د دغه ولايت اوسېدونکي د امنيت په اړه بېلابېل نظرونه لري.

 

د زابل د مرکز کلات ښار يو اوسېدونکی منګل وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسي په دغه ولايت کې د وسلوالو طالبانو بريدونه کم شوي دي.

 

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د طالبانو هغه قوماندانان، چې ښه جګړه يې کوله، د حکومت پلوه ځواکونو له لوري يا خو و وژل شول او يا هم بنديان دي.

 

د نوموړي په وينا، دغه کار په دغه ولايت کې د طالبانو پر فعاليتونو اغېز کړی او د څلور کلونو مخکې په پرتله په ياد ولايت کې پېښې لږ رامنځته کېږي.

 

خو د دغه ولايت د شاه جوى ولسوالۍ يو اوسېدونکی عبدالولي بيا وايي، چې طالبان کمزوري شوي نه، بلکې هغوى خپل جګړه ييز تکتيک بدل کړی دی.

 

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې اوس طالبان د مخامخ جګړې پر ځای له ماينونو او غلچکي بريدونو کار اخلي او په دې توګه هم خپل هدف له منځه وړي او هم تلفات نه ويني .

 

د دغه ولايت يوه قومي مشر حاجي عبدالله وايي، چې په دې وروستيو کې په زابل کې د وسلوالو طالبانو د جنګي فعاليتونو د کمېدو علت سوړ ژمی دی، نه د حکومت قوت.

 

هغه زياتوي، چې طالبان اوس هم د دغه ولايت په ډېرو کليو او غرنيو سيمو کې فعاليت او حضور لري او د هوا په تودېدو سره به يو ځل بيا جګړې زور واخلي.

 

خو نوموړي زياته کړه، چې طالبان اوس له مخامخ جګړې ځانونه ساتي؛ ځکه هغوى په تېرو کلونو کې په دې ډول جګړو کې درانه تلفات ليدلي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.