Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

واورو ښويېدنو د ختيځ او لوېديځ نورستان لارې تړلې

جلال اباد (پژواک ٢٣ کب ٩٠): د نورستان چارواکي وايي چې تېره شپه واورې ښويېدنې د ختيځ نورستان د کامدېش او برګمټال ترمنځ غځېدلې لارې تړلې دي.

د نورستان د والي وياند محمد زرين د کب په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې واورو ښويېدنو د برګمټال، کامدېش او واما ولسواليو غځېدلې لارې له ولايت مرکز پارون سره تړلې دي.

نوموړی زياته کړه چې د فوايد عامې رياست هلې ځلې کوي، څو په خپلو وسايطو لويه لاره پاکه کړي.

زرين وويل چې د نورستان منډول ولسوالۍ ته له مرکزه يو پلاوی رسېدلی دی.

د والی وياند وويل چې د دغې ولسوالۍ د کړو، کويس، پوشال په سيمو کی دوه تنه مړه شوي، اته کورونه او د څارويو لس بانډې نړېدلې دي.

د نورستان مرستيال والي قاضي محمد نبي احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې له منډول ولسوالۍ څخه امنيتي چارواکي ورته د مړو او ټپيانو په اړه ضد او نقيض راپورونه ورکوي.

احمدي زياته کړه چې له ننګرهاره هم، د سرې مياشتی او آی ام سي موسسو د ژغورنې ډلې سيمې ته خوځېدلې دي.

د يادونې وړ ده چې پرون ځايي چارواکو په دې سيمه کې د واورو ښويېدنو له امله د ٤٥ کسانو د مړينې خبر ورکړى وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.