Language

کابل (پژواک ٢٣کب ٩٠): د ولسي جرګې غړو ولسمشر ته وويل چې په کابل او ټولو ولایتونو کې د زورواکانو له خوا غیر قانوني ښارګوټي جوړ شوي، دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې او دا لړۍ لا هم دوام لري.

د ولسمشر مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ولسي جرګې د شکایتونو اورېدو د کمېسیون غړو دغه څرګندونې نن ولسمشر حامد کرزي ته د خپل یوه کلن کار د راپور ورکولو پر مهال وکړې.

د ولسي جرګې يادو غړو ويلي، چې د کابل ولایت د ارغندي په چوک پورې اړوند ځمکه د زورواکانو له خوا نیول شوې او ۲۵زره جریبه ځمکې ته جعلي قباله جوړه شوې ده.

د شکايتونو د کمېسیون غړو ويلي، چې د ملي شورا د شپاړلسمې دورې له پیل راهیسې تراوسه دوی ته له ۹۰۰ زیاتې عریضې رسېدلي، چې د ځمکو او جایدادونو له غصب، قتل، او ښاروالیو څخه شکایتونه په کې موجود دي.

دوی ويلي، چې د یادو شویو موضوعاتو په اړه یې د دولت بېلابېلو ارګانونو ته ۱۲۶۰  مکتوبونه استولي او تر څنګ یې  د ستونزو د حل لپاره بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه هم کړي دي.

دغه راز د خبرپاڼې له مخې، د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون غړو ويلي، چې د کابل د پلچرخي په محبس کې بندیان ډېر بدحالت لري او په عدلي او قضایي ادارو کې ډېرې ستونزې شتون لري.

د کمېسیون غړو له ولسمشر سره په ناسته کې دا هم ويلي، چې د تحصيلي بورسونو په برخه کې هم يوه اندازه بې عدالتي شتون لري، چې یو شمېر ولایتونو ته زیات او نورو ته کم بورسونه رسېږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ياده ناسته کې د ځينو ولايتي پروژو د تړونونه په اړه ويل شوي: “ځینې قراردادونه یې په کابل کې صورت نیسي، چې په درېیم او څلورم لاس خرڅېږي او په پای کې بېرته د هغه ولایت د خلکو په واسطه بشپړېږي، چې دا لوی ظلم دی.”

د ولسی جرګې يادو غړو د کابل ولایت د ده سبز او د کابل د نوي ښار د جوړولو په اړه ويلي، چې له څو کلونو راهیسې هلته جایدادونه استملاک شوي نه دي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

 سرچينه ليکي، چې ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون د غړو د مطرح شویو ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د دغو شکایتونو په برخه کې له اړوندو ادارو سره خبرې او په اړه به یې لازم اقدامات ترسره کړي.

ولسمشر ويلي، چې د اړتیا پرمهال به له دوی سره بیا وګوري.

Related Topics