Language

د ماين په چاودنه کې اته ملکي وګړي و وژل شول

لښکرګاه (پژواک ٢٤ کب ٩٠): د هلمند چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي د كب په ۲۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د مارجې ولسوالۍ د ريګي څلورلارې د اتم بلاك په سيمه كې پر يوه ټونس موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه، چې له امله يې په موټر کې سپاره اته ملکي وګړي و وژل شول.

هغه زياته کړه: ((چاودنه ډېره زوروره وه، چې په کې د وژل شوو جسدونه او د موټر نښې نه ليدل کېږي.))

نوموړي وويل، چې ماين د وسلوالو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.

د مارجې ولسوال عبدالمطلب مجبور هم پژواك اژانس ته وويل، چې دا پېښه د يوې نيمې بجې په شاوخوا كې رامنځ ته شوه، چې له امله يې اته ملکي وګړي و وژل شول.

د ده په وينا، چې ماين د وسلوالو مخالفينو له خوا په سيمه كې د افغان او بهرنيو ځواكونو لپاره ځاى پر ځاى شوى و؛ ځکه چې په ياده سيمه كې د كوكنارو د اړولو كمپاين روان دى.

ولسوال وايي، چې ډېرى وخت په دې سيمه کې د وسلوالو طالبانو له خوا د ځاى پر ځاى شوو ماينونو په چاودنو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه  تر اوسه څه نه دي ويلي.

Related Topics