ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هېواد کې د سيمه ييزو پوليسو شمېر ٣٠ زرو ته لوړيږي

په هېواد کې د سيمه ييزو پوليسو شمېر ٣٠ زرو ته لوړيږي

author avatar
14 Mar 2012 - 15:18
په هېواد کې د سيمه ييزو پوليسو شمېر ٣٠ زرو ته لوړيږي
author avatar
14 Mar 2012 - 15:18

جلال اباد (پژواک ٢٤ کب ٩٠): د کورنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو شمېر به دېرشو زرو ته لوړ شي.

د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو مشر جنرال عليشاه احمدزي نن (د کب ٢٤مه) د ننګرهار له والي سره په يوه خبري ناسته کي وويل، چي د هېواد په ٩٩ ولسواليو کي به د سيمه ييزو پوليسو شمېر دېرشو زرو ته لوړ کړي.

نوموړى، چې په ننګرهار ولايت کې د ملي او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ د همغږۍ پيدا کولو، قومي او امنيتي مشرانو سره د مشورو په موخه جلال اباد ته راغلى و وويل، چې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان  له مخې، د راتلونکې لمريز کال په ترڅ کې به د هېواد په ٩٩ ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو شمېر دېرشو زرو ته لوړوي.

د هغه په وينا، د دغو پوليسو په اکمال او تجهيز به څه باندې ١٧،٢ميليونه ډالره لګښت راشي، چې د امريکا د متحدو ايالتونو د پوځ د ځانګړو ځواکونو (سپېشل فورس) له خوا به ورکول کېږي.

نوموړي وويل، چې د سيمه ييزو پوليسو شپږ کسيزې ډلې ته به د سپکو وسلو ترڅنګ يو ميل پيکا او پنځلس کسيزې ډلې ته به يو موټر سايکل او يو موټر هم ورکول کېږي.

جنرال عليشاه وايي، سيمه ييز پوليس حق نه لري، چي له خپلې ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته له وسلو سره ولاړ شي او نه هم د چا د نيولو او پر چا د قانون د تطبيق اجازه لري.

د ده په خبره، په ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو کي به څوارلس نيم سوه سيمه ييز پوليس د سيمه ييزو شوراګانو په خوښه پر دندو وګوماري.

نوموړى زياته کړه: ((اوس مهال يواځې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې دغه پوليس لرو، چې د کال تر بشپړېدو به يې لړۍ تر لعل پورې، کوز کونړ، کامې او اچين ولسواليو ته ورسوو.))

جنرال احمدزي وويل، چې اوس مهال د دغو پوليسو شمېر په ټول هېواد کي ١٢زره ٧سوه ٩١ تنه دى، چې هر سرتېري ته  يې ٩زره افغانۍ، سرګروپ ته  يې لس نيم زره افغانۍ او قوماندان ته  يې يوولس نيم زره افغانۍ د بدل اعاشې او معاش په بڼه ورکول کېږي.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي له کورنيو چارو وزارت وغوښتل، چې د پاکستان په څېر دې په ټولو سرحدي ولسواليو کي د سيمه ييزو پوليسو تشکيل ورکړي.

د هغه په وينا، سيمه ييز پوليس کولاى شي په سرحدي ولسواليو کې د امنيت ساتلو ترڅنګ د پولې ساتنه هم په ښه ډول وکړي.

جنرال احمدزي وويل، چې دى به دغه ستونزه، چې د ننګرهار ګڼې سرحدي ولسوالۍ له سيمه ييزو پوليسو بې برخې دي، د کورنيو چارو له وزير سره شريکه کړي.

د شينوارو قومي مشر حاجي ملا جان شينواري او د کوز کونړ قومي مشر نوراغاء ملکزي په خپلو سيمو کي له نا امنيو سر وټکاوه او د سيمه ييزو پوليسو د ډېرېدو غوښتنه يې وکړه.

د يادونې ده، چې په ډېرۍ سيمو کې خلک د سيمه ييزو پوليسو د خپلسرو کړنو له امله شکايت کوي او له دغې پروسې ناخوښه دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.