Language

د هلمند چارواکو پر پنيټا د بريد هڅه رد کړه

لښکرګاه (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د هلمند چارواکو په دغه ولايت کې د امريکا پر دفاع وزير ليون پنيټا د ځانمرګي بريد هڅه رد کړه او هغه يې يوه ناڅاپي پېښه وبلله.

تېره ورځ يو شمېر غربي رسنيو راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې د امريکا د متحده ايالتونو پر دفاع وزير ليون پنيتا هغه مهال، چې په هلمند ولايت کې يې الوتکه د باسټن په نوم په يوه پوځي اډه کې کښېناسته، د ځانمرګي بريد هڅه وشوه.

د دغو راپورونو له مخې، يو موټر، چې اور پرې بل و د الوتکې له ناستې مخکې د ځغاست ليکې پر لور روان و.

په راپورونو کې راغلي وو، چې ښايي په موټر کې ځانمرګى بريدګر ناست و او غوښتل يې، چې پر ليون پنيټا بريد وکړي.

د امريکا د دفاع وزارت (پينټاګون) هم د دغې پېښې پخلى کړى و او زياته کړې يې وه، چې د پنيټا د الوتکې د ناستې پر وخت له ځغاست ليکې سره نږدې يو موټر اور واخيست او له موټر چلوونکي سره وسوځېد.

خو پينټاګون دغه راپورونه رد کړي وو، چې ګواکې موټر چاودېدلى او پر دفاع وزير د بريد هڅه وه.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي پژواک اژانس ته وويل، تېره ورځ هغه مهال، چې د امريکا د دفاع وزير الوتکه په ياده پوځي اډه کې ښکته کېده، د اډې د يوه کارکوونکي موټر د برېښنا له يوې ستنې سره ټکر وکړ او اور يې واخيست.

د هغه په وينا، دا يوه ناڅاپي پېښه وه او پر ليون پنيټا د بريد هڅه نه وه.

نوموړي د موټر چلوونکي په اړه معلومات نه درلودل، خو زياته يې کړه، چې نوموړى دغه مهال تر درملنې لاندې دى.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا تېره ورځ په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغى او   هلمند ته ولاړ، هلته يې د هلمند له والي او يو شمېر نورو افغان چارواکو سره وليدل.

Related Topics