ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو له امريکا سره د سولې خبرې وځنډولې

طالبانو له امريکا سره د سولې خبرې وځنډولې

author avatar
15 Mar 2012 - 17:32
طالبانو له امريکا سره د سولې خبرې وځنډولې
author avatar
15 Mar 2012 - 17:32

کابل (پژواک ٢٥ کب ٩٠): وسلوالو طالبانو په خپله تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې په قطر کې يې له امريکايانو سره د خبرو اترو پروسه وځنډوله.

طالبانو دوه مياشتې مخکې اعلان کړى وو، چې دوى له امريکا سره د (افهام او تفهيم) په موخه په قطر کې د دفتر پرانيستلو ته چمتووالى لري.

د افغانستان او امريکا حکومتونو هم له دغه کار سره خپله موافقه ښودلې وه.

وسلوالو طالبانو نن (د کب ٢٥مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه سياسي دفتر د پرانيستلو اصلي انګيزه دا وه، چې دوى وکولای شي له نړيوالو سره په ازاد مټ او له خطره لرې اړيکې ټينګې کړي او هم د مخالف لوري دا بهانه ورکه کړي، چې بار بار به يې ويل، چې د طالبانو ادرس دوى ته معلوم نه دی، ترڅو تماس ورسره ونيسي.

خبرپاڼې زياتوي: ((همدارنګه مو غوښتل چې مخامخ ټولو جهتونو ته دا خبره وکړو، چې موږ په راتلونکي کې له هر چا سره هغه تعامل ته تيار يو، چې دوه ازاد هېوادونه يې په خپل منځ کې سره کوي او هر لوری خپل نافذه قوانين په نظر کې نيسي او غوښتل مو، چې د نړيوالو له ذهنونو هغه خبرې هم ليرې کړو، کومې چې زموږ دښمنانو په موږ پسې کړې دي.))

د وسلوالو طالبانو په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوى سياسي استازو له امريکايانو سره په قطر کې د هغه سياسي دفتر په پرانيستلو، کوم چې د طالبانو او قطر حکومت ترمنځ وار د مخه موافقه ورباندې شوې وه، په هغه کې د اسيرانو د تبادلې پر سر لومړنۍ خبرې پيل کړې.

سرچينه زياتوي، چې په دې برخه کې امريکايانو د اسيرانو د تبادلې په پلي کولو او د دوى د سياسي دفتر د مخالفت د نه کولو موافقه هم وکړه؛ خو د وخت په تېرېدو سره مقابل لوري په خپلو ژمنو وفا ونه کړه اوامريکايي لوري په دې جريان کې يو لړ داسې تبليغات هم پيل کړل، چې  ګواکې د طالبانو استازو له دوی سره د افغانستان د عمومي لانجې په اړه هر اړخيز مذاکرات پيل کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې سره هم مهال حامد کرزي له کوم سند پرته ادعا وکړه، چې افغان حکومت او امريکا له طالبانو سره په ګډه مذاکرات پيل کړي دي.

سرچينه وايي، چې طالبانو له پورته يادو شويو دوو خبرو (د دفتر پرانستنې او د بنديانو تبادلې) سربېره، پر نورو موضوعاتو هېڅ ډول مذاکرات نه دي کړي، نه هم له چا سره نور کوم شرايط منل شوي او نه هم له افغان حکومت سره خبرې شوې دي.

د طالبانو خپره شوې خبرپاڼه وايي، له همدې امله د امريکې د بدلېدونکي او غير ثابت دريځ په نظر کې نيولو سره، دوى له امريکا سره د خبرو توقف ته مجبوره شول او د خبرو د ځڼد اصلي لامل هم د امريکې متزلزل، بدلېدونکی او غېر واضح موقف دی.

سرچينې ويلي، چې دوى په قطرکې له امريکايي لوري سره خپلې پيل کړې خبرې سر له نن څخه  تر هغو متوقفې کړې، ترڅو چې امريکايي لوري د نوموړو مشخصو موضوعاتو پر سر د بحث کولو لپاره خپل موقف ښکاره او د وخت له ضياع پرته د شويو ژمنو په اړه د عملي کولو چمتووالی نه وي ښودلی.

خبرپاڼه کې راغلي: ((د افغانستان مسئله دوه بعدونه لري، يو يې خارجي بعد او بل يې داخلي بعد دی؛ خارجي بعد يې په امريکايانو پورې اړه لري او داخلي بعد يې په افغانانو پورې، ترڅو چې خارجي بعد نه وي انجام شوی، چې د هغه د عملي کېدو توان  يواځې له خارجيانو سره دی، داخلي بعد ته ورننوتل بې معنا او د وخت ضياع ده؛ له همدې امله، طالبان له افغان دولت سره خبرې بې فايدې بولي.))

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.