کلات (پژواک ٢٥ کب ٩٠): د زابل په مرکز کلات ښار کې د کندهار د پنجوايي د پېښې د غندلو په موخه سوله ييز لاريون ترسره شو.
په دغه لاريون کې، چې شاوخوا ١١نيمې بجې پيل شو، د کلات ښار او شاوخوا ولسواليو دوه زرو تنو برخه اخيستې وه، د امريکا، د هغې د متحدينو او افغان حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول.
تېره يکشنبې امريکايي سرتېرو د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سيمه کې پر څو کورنو بريد وکړ، د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٦ تنه و وژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.
لاريون کوونکي په پيل کې د کلات له بالاحصار سره را غونډ شوي وو او هلته څو ديني عالمانو او قومي مشرانو ويناوې وکړې او په کندهار کې يې د امريکايي سرتېرو له خوا د ملکي وګړو وژنه سترجنايت وباله.
د غونډې يوه ويناوال ملا عبدالحميد له امريکايي سرتېرو څخه د غچ اخيستلو غوښتنه وکړه.
د لاريون يوه تنظيموونکي مولوي عبدالقدوس پژواک اژانس ته وويل، هغه کسان چې د پنجوايي په پېښه کې لاس لري، بايد په افغانستان کې محاکمه او د افغانانو پر وړاندې ورته سزا ورکړل شي.
نوموړي زياته کړه، چې نور د بهرنيانو پر وړاندې د خلکو زغم پاى ته رسېدلى.
يوه بل لاريونکوونکي او پخواني جهادي قوماندان اغامحمد پژواک اژانس ته وويل، چې امريکايي سرتېرو په دې وروستيو کې په ناوړه کړنو سره وښودله، چې هغوى د افغانانو ژوند، مذهب او کلتور ته هېڅ درناوی نه لري.
هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې بايد له امريکا سره ستراتيژيک تړون لاسليک نه کړي او په افغانستان کې ورته اډې ور نه کړي.
له غونډې وروسته لاريون پيل شو او لاريون کوونکو د کابل-کندهار لويه لاره هم د شاوخوا يوساعت لپاره د ترافيکو پر مخ وتړله، خو د لاريون له خلاصېدو سره دغه لار بېرته پرانيستل شوه.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په هڅو او د لاريون د سمبالوونکو په همکارۍ لاريون په سوله ييز ډول پای ته ورسېد.
د هغه په وينا، په دغه لاريون کې هېڅ ډول ځاني او مالي زيان چا ته نه دى اوښتى او په سوله ييز ډول پاى ته ورسېد.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP