کابل (پژواک ٢٧کب٩٠):په روان کال کې دافغانستان د دولت عوايد سل ميليارده افغانيو ته لوړ شوي، چې د نړيوال وجهي صندوق له ټاکلې موخې دوه ميليارده افغانۍ لوړوالى ښيي.
د ماليې وزارت وياند عزيزي شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه د روان کال ٩٤ ميليارده افغانۍ عوايد له ولايتونو څخه مرکز ته لېږدول شوي او شاوخوا ٦ ميليارده نور به د راتلونکې مياشتې تر ١٥مې ولېږدول شي.
عزيز شمس وايي، چې د سږ کال له عوايدو څخه شاوخوا ٥٠ سلنه يې د ګمرکونو له لارې او پاتې نور يې د نورو اړوند ارګانونو د مالياتو له لارې ترلاسه شوي دي.
هغه وايي،دا په داسې حال کې ده، چې نړيوال وجهي صندوق (I.M.F) افغانستان ته د روان لمريز کال تر پايه د ٩٨ ميليارده افغانيو د عوايدو هدف ټاکلى و.
د شمس په وينا، دغه صندوق د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو مالي نظام څاري او مرسته کوونکي د هغو هېوادونو سره مرستې کوي، چې دغه صندوق يې د مالي نظام په اړه مثبت نظر ولري.
هغه زياتوي: ((افغانستان سږ کال د دغه صندوق له خوا د عوايدو لپاره تر ټاکلې موخې ډېر عايد درلودل او دا يوه لويه لاسته راوړنه ده؛ ځکه چې په دې سره افغانستان د نړيوالې ټولنې باور ترلاسه کوي.))
شمس په ګمرکونو کې ښه رهبري، په جديت او روڼتيا سره د عوايدو راټولول، ماليې ورکولو ته د سوداګرو هڅول، د کارکوونکو مکافات او مجازات او د ګمرکونو په برخه کې د کار کوونکو لپاره روزنيز پروګرامونه جوړول د عوايدو د ډېروالي لاملونه وبلل.
هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو، چې د نويو عايداتي سرچينو په کارولو سره د حکومت عوايد زيات شي، ترڅو د هېواد عادي بودجه يې له لارې تمويل شي.))
شمس وويل، چې دغه مهال د دولت عوايد د هېواد د عادي بودجې شاوخوا ٦٠سلنه جوړوي او پاتې نوره يې د پراختيايي بودجې په ګډون له بهرنيو مرسته تمويليږي.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، په ١٣٨١کال کې د دولت کلني عوايد ٢٠٠ ميليونه افغانۍ او له هغې راهيسې کال پر کال د دولت د عوايدو کچه لوړه شوې ده.
تېر کال د دولت عوايد څه باندې اتيا ميليارده افغانۍ و.
د شمس په وينا، دولت پلان لري، چې تر ١٣٩٢ کاله د عوايدو کچه دومره لوړه شي، چې د عادي بودجې لپاره بسنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP