Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٢٧ کب ٩٠): د ننګرهار پوهنتون د محصلينو شورا د ولسي جرګې پلاوي ته د ګڼ شمېر ستونزو د يادولو ترڅنګ وويل، چې د پوهنتون درې سوه جريبه ځمکه غاصبينو نيولې ده.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسيون د مشر انجنير همايون همايون په مشرۍ يو پلاوى د ننګرهار ولايت د خلکو د ستونزو د څېړلو په موخه جلال اباد ښار ته راغلى دى.

د ننګرهار پوهنتون د محصلينو شورا يوه پلاوي د کب په ٢٧مه، جلال اباد ښار کې ياد پلاوي ته خپلې ستونزې وړاندې کړې.

د محصلينو د شورا ناظم محمد زبير پلاوي ته وويل، چې د پوهنتون محصلين له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي؛ خو مرکزي دولت او ولايتي اداره يې هېڅ پوښتنه نه کوي.

هغه زياته کړه، چې د پوهنتون محصلين ترانسپورټي ستونزې لري، د ليليې هغه بلاکونه چي د نشه يي توکو پرضد د مبارزي وزارت په پيسو جوړېږي، کار يې نه دى پيل شوى، کلينک نه لري او د درې پوړيز جومات کارونه هم په ټپه ولاړ دي.

د نوموړى په وينا، له يوولسو کلونو راهيسې يوه سوداګر د دوى د خوراکي توکو قراردادي دى، چې ډېر بې کيفيته خواړه او مېوه ورکوي.

زبير دا هم وويل چې په تېرو څو کلونو کې د زورواکو لخوا د دې پوهنتون ٣٠٠ جريبه ځمکه هم غصب شوې ده؛ خو څوک يې پوښتنه نه کوي نوموړي د چا نوم وانخيست.

د ننګرهار پوهنتون د انجنيري پوهنځي يوه استاد قاري شاکر فاروقي پلاوي ته شکايت وکړ، چې د والي ګل اغا شېرزي په دوره کې په دغه پوهنتون کې يوه لوېشت رغونه هم نه ده ترسره شوې.

د ولسي جرګي د پلاوي يوه غړي انجنير صاحب خان پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار پوهنتون د ادارې بې کفايتۍ له امله تېر کال د دغه پوهنتون پنځه ميليونه ډالره بودجه نه ده لګول شوې.

نوموړى زياته کړه، چې سږکال بيا ولسي جرګي د ننګرهار پوهنتون لپاره پنځه ميليونه ډالر بودجه منظوره کړې ده.

د انجينر صاحب خان په وينا، د پوهنتون له محصلينو وغوښتل چې له خپلې ادارې دې پوښتنه وکړي، چې ولې يې خپله بودجه نه ده مصرف کړې.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې د والي ګل اغا شېرزي په هڅو د ډېرو پوهنځيو لپاره د امريکا متحدو ايالاتو، پاکستان او ځينو مرستندويو ادارو نوې ودانۍ جوړې کړې دي.

نوموړى زياته کړه چې له څلورو کلونو راهيسې، د والي په شخصي لګښت پوهنتون ته ترانسپورتي اسانتياوې ورکړل شوي او ډېر ژر به د نشه يي توکو د مخنيوي د پيسو په بدل کې د دغه پوهنتون لپاره د درېيو ليليو بنسټ ډبرې کېښودل شي.

خو عبدالزي رد کړه چې ګوندې د پوهنتون ځمکه غصب شوې ده.

د ده په وينا، د هېواد پخوانيو واکمنيو د خلکو شخصي ځمکې استملاک کړې وې، چې په بدل کې يې بيا نوې ځمکې نه وې ورکړې.

د والي د وياند په وينا، ډېر ژر به ګل اغا شېرزى د کابينې په غونډه کې ګډون وکړي او دغې ستونزې ته به د پاى ټکى کېږدي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.