جلا ل اباد (پژواک ٢٧ کب ٩٠): د ننګرهار د ولايتي شورا د پخواني رييس جمال قدير د موضوع د څېړنې په موخه د ولسي جرګې يو پلاوى جلال اباد ته تللى دى.
د ولسي جرګي د دفاعي کمېسيون او د دغه پلاوي مشر انجنير همايون همايون د کب په ٢٧مه، جلال اباد ښار ته له رسېدو سره سم په خبري غونډه کې جلال اباد ښار ته د خپل راتګ په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل.
هغه زياته کړه، له راتګ څخه يې موخه داده چې په درېيو ورځو کې د ولايتي شورا د پخواني رييس حاجي جمال قدير او د دې ولايت په دولتي ادارو کې د ستونزو په اړه د خلکو اسناد او شواهد له ځان سره راټول کړي.
د نوموړي په وينا، د ولسي جرګې پلاوى به دلته د څېړنو پلټنو پر مهال دا هم معلومه کړي، چې د حاجي جمال قدير نيونه جنايي اړخ درلود، که سياسي لوبه وه.
د پلاوي يوه بل غړي او د لوګر ولايت استازي انجنير صاحب خان پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په پلاوي کې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو استازي ګډون لري.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي ابرارالله مراد وويل، چې څه موده وړاندې د جمال قدير او يوه سوداګر حاجي فاروق د ساتونکو ترمنځ ډزې شوې وې، چې د مشرانو جرګې د مشر فضل هادي مسلم يار په منځګړتوب يې قومي مشرانو او سيمه ييزو چارواکو روغه وکړه.
د مراد په وينا، دوى پر جمال قدير لګول شوي ټول تورونه په کلکه ردوي او د هغه نيونه د سيمه ييزې ادارې او مرکزي دولت يوه سياسي توطيه بولي.
د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي د پلاوي راتګ تاييد کړ، خو زياته يې کړه،چې د هغوى د راتلو په اړه کوم رسمي مکتوب ورته نه دى ورکړل شوى، چې د څه لپاره راغلي دي.
د يادونې وړ ده، چې جمال قدير يوه اونۍ وړاندې د لويې څارنوالۍ په حکم د ملي امنيت ادارې نيولى، چي پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.