جلال اباد (پژواک ٢٧ کب ٩٠): د جلال اباد ښار د ښوونځيو سلګونو زده کوونکو د کب په ٢٧مه، په دې ښار کې د پنجوايي د پېښې غندنې او د امريکا پر ضد لاريون وکړ.
دغه لاريون چې نن له غرمې وروسته له ننګرهار لېسې څخه پيل شوى و، تالاشۍ، مخابراتو او پښتونستان واټونو څخه په تېرېدو پاى ته ورسېد.
زده کوونکو د لاريون پر مهال د امريکا ضد شعارونه ورکول او د هغو امريکايي سرتېرو څرګنده محاکمه يې غوښته، چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې يې ١٦ بې ګناه هېوادوال وژلي دي.
د لاريون کوونکو يوه مشر رحمت الله فضلي پژواک ته وويل، چې افغان دولت د خلکو د سر او مال په ساتنه کې پاتې راغلى دى.
نوموړي زياته کړه: ((د څو بهرنيو عسکرو په وژنې ټوله نړۍ وښورېده، خو امريکايانو د بې ګناه انسانانو قاتل په خوندي توګه امريکا ته رسولى دى.))
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې لاريون په سوله ييز ډول پاى ته ورسېد او پوليسو يې کلک امنيت نيولى وو.
د تېرې يکشنبې پر ورځ امريکايي سرتېرو د پنجوايي په زنګ اباد سيمه کې د خلکو کورونو ته ننوتلي وو او د ٩ ماشومانو په ګډون يې ١٦ ملکي وګړي ووژل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP