Language

په هلمند کې لسګونه ميله وسلې ډاياګ ته وسپارل شوې

لښکرګاه (پژواک ٢٧ کب ٩٠): د هلمند ولايت امنيه قوماندانۍ ٦٤ ميله بېلابېل ډول وسلې ډاياګ پروګرام ته وسپارلې.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال محمدزي خان د كب په ۲۷مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه وسلې يې له يوې امنيتي كمپنۍ او د بېلابېلو عملياتو پرمهال ترلاسه کړې وې.

نوموړي زياته کړه، چې په دغو وسلو كې ۳۷ ميله كلاشينكوفونه، دوه ميله پيكا ماشيندار، ۷ ميله راكټونه، دوه ميله ار. پي. ډي ماشيندار، درې تومانچې، يو ګرېنوف او يو ميل ۸۲ ميلي متري توپ شامل دي.

د هغه په وينا، لس ميله وسلې يې له يوې امنيتي كمپنۍ او پاتې نورې د پوليسو له خوا په بېلابېلو ترسره شوو عملياتو كې ترلاسه شوې وې.

محمدزي وويل، چې تر دغه مهاله د امنيه قوماندانۍ له خوا ملي دفاع وزارت ته ټولې ۱۰۹۶ ميله وسلې سپارل شوې دي.

په هلمند کې د ډاياګ مسوول ډګروال محمدنيسم پژواك ته وويل، چې دوى لومړى ټولې کړې وسلې خپلو زېرمتونونو ته وړي او له هغه وروسته کومې وسلې چې د استفادې وړ نه وي، سوځوي يې.

نوموړي زياته کړه، نننۍ وسلې، چې دوى ته وسپارل شوې، ډېرې يې د استفادې وړ دي او تر كتلو او اداري مراحلو وروسته به د اړتيا په وخت کې بېرته سرتېرو و وېشل شي.

Related Topics