Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات د سمنټو د توليد تړون له يوه ايراني شرکت سره وشو

کابل (پژواک ٢٨ کب ٩٠): د افغانستان د کانونو وزارت، په هرات کې د ډبرو سکرو د استخراج او سمنټو د توليد تړون له يوه ايراني شرکت سره لاسليک کړ، چې له لارې به يې په کال کې لس ميليونه ډالره عايد ترلاسه شي.

دکانونو وزير وحيدالله شهراني نن په کابل کې د دغه تړون د لاسليک په ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې د ((پېشګامان صنعت مجد)) په نوم ياد شوى ايرانى شرکت به په لومړي پړاو کې په دې برخه کې ١٥٠ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه وکړي.

ده وويل، چې دغه شرکت به د تړون له مخې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې  د سمنټو د توليد  فابريکه جوړه کړي، چې  په کال کې به د يو ميليون ټنو سمنټو د توليد وړتيا ولري.

سرچينې زياته کړه، چې دغه شرکت به په زنده جان ولسوالۍ  کې د ((پهلوانانو)) په نوم د ډبرو سکرو  د  کان  استخراج کوي او له استخراج شوو سکرو څخه به د سمنټو په توليد کې کار اخلي.

ده ونه ويل، چې ياد شوى کان څومره د ډبرو سکاره لري، خو زياته يې کړه، چې نننۍ تړون د ٣٠ کلونو لپاره دى.

وحيدالله شهراني  وايي، چې دغه ايرانى شرکت به په راتلونکو دوو يا دوه نيمو کلونو کې خپل توليدات پيل کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه شرکت به د تړون له مخې په يو ټن سمنټو د افغانستان حکومت ته دوه ډالره حق الامتياز، د عوايدو شل سلنه ماليه  او د فابريکې د مځکې د اجارې په نوم دولت ته يوه اندازه پيسې ورکوي.

د کانونو وزير وويل، چې ايرانى شرکت به د ډبرو  له سکرو څخه هم د ټن پر سر ٢٠ امريکايي ډالره افغان دولت ته ماليه ورکوي.

د هغه په وينا، د تړون له مخې، ايرانى شرکت اړ دى، چې د استخراج او توليد په چارو کې  افغانان پر دندو وګوماري او په سيمه کې روغتيايي کلينيک او د شرکت کارکوونکو ته د استوګنې کورونه او جومات جوړ کړي.

سرچينې زياته کړه، چې دغه شرکت به د کارکوونکو د اولادونو لپاره په سيمه کې يو ښوونځى،  د لوړو زده کړو مرکز ،  تفريحي ځايونه جوړوي.

دى وايي، چې د تړون له مخې به دغه شرکت د سمنټو له جوړېدونکې  فابريکې څخه تر عمومي سړک پورې  ١١ کيلو متره  سړک په پاخه او اساسي ډول جوړوي.

وحيدالله شهراني وويل، چې که د فابريکې د جوړولو پر مهال  ځايي اوسېدونکي زيانمن شي، نو د خسارې جبران به يې  هم همدغه شرکت کوي.

ده وويل، چې دغه ايراني شرکت ١،٥ ميليون امريکايي ډالره د افغانستان دولت ته د تضمين په توګه ورکړي دي.

هغه وايي، چې ياد شوى ايرانى شرکت له ١٣ شرکتونو څخه د ازادې سيالۍ له لارې  ‌ټاکل شوى دى.

د پېشګامان صنعت مجد د ايراني شرکت مشر ابراهيم باى سلامي پر دغه تړون خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې تړون به په ښه ډول پلى کړى.

سلامي وايي، د دوى د محاسبې له مخې به د افغانستان دولت د دغه تړون د پلې کېدو له لارې په کال کې لس ميليونه امريکايي ډالره عايد ولري.

د هغه  په وينا، د دې فابريکې له توليد  سره به په افغانستان کې د سمنټو په بيو کې شل سلنه ټيټوالى راشي.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د کال شاوخوا شپږ ميليونه ټنو سمنټو ته اړتيا لري، خو  دغه مهال په هېواد کې يواځې د بغلان د غوري سمنټو فابريکه په کال کې ٢٠٠ زره ټنه توليدات لري او پاتې اړتيا د وارداتو له لارې پوره کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.