مزارشريف (پژواك ۲۸ کب ۹۰):په مزارشريف كې دنوي (۱۳۹۱) کال جشن ته د دولت سربېره په دوديزه توګه په ټولنيزه كچه هم چمتووالى روان دى، چې له امله يې په دغه ښار كې د خوراکي او نورو توکو بيې او د هوټلونو کرايې هم لوړې شوې دي.
په مزارشريف كې دنوي كال دجشن په شپو ورځو كې د بيو لوړوالي ته د دغه ښار اوسېدونكي خپه دي او وايي، چې د نوي كال د جشن له تېرېدو وروسته هم تر ډېره دغه بيې پر خپل حال پاتې وي.
د ښار اوسېدونكي د نوروز د جشن لپاره په كورني لحاظ پوره چمتوالى نيسي او اړ دي، چې د كور په سينګارولو، ځان ته جامې كولو او نورو برخو باندې پيسې ولګوي.
د مزارشريف ښار د بخدي كارتې اوسېدونكي عطاالله د کب په ٢٨مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دوى په روانه اونۍ كې خپل كور رنګ كړ، د توشكو او بسترو پوښونه يې هم نوي کړل.
نوموړي زياته كړه، چې دغه کار په نورو ورځو كې په كمو پيسو كېده، خو په دغو ورځو كې يې پرې ډېرې پيسې ولګېدې.
د هغه په وينا، په عادي وخت كې د پنځو خونو لرونكى كور په ۵زره افغانۍ رنګېږي، چې په دغو ورځو كې يې پرې ۱۸زره افغانۍ لګښت وكړ.
د دغه ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونكي صفت الله پژواك اژانس ته وويل، چې په دغو ورځو كې د بيو لوړوالى تر ډېره همداسې پاتې كېږي.
نوموړي زياته كړه، چې كه چېرې يې دولت سمه څارنه ونه كړي؛ نو لرې نه ده، چې د مزارشريف ښار بيې د ټول هېواد د نورو ولايتونو له بيو سره پوره توپير پيدا كړي.
د هغه په وينا، چې په دغو ورځو كې د عامو ورځو په پرتله د رخت، خوراكي، سون توکو او داسې نورو شيانو په بيو كې، چې كوم لوړوالى راځي، د څو ورځو لپاره همداسې پاتې كېږي.
صفت الله د بېلګې په توګه وويل، چې د جشن له چمتوالي مخكې د يو كيلو ګازو بيه څه كم پنځوس افغانۍ وه، خو په دغو ورځو كې يې بيه ۵۵ افغانيو ته پورته شوې ده.
كه څه هم د مزارشريف اوسېدونكي د توكو د بيو له لوړوالي سر ټكوي، خو دغه ښار د نوروز جشن د نمانځنې په موخه له نورو ولايتونو څخه راغلي مېلمانه يې بيا اندېښنه نه لري.
له كندهار ولايت څخه راغلي ځوان اشرف خان پژواك اژانس ته وويل، چې پرون مزارشريف ته د نوروز جشن د نمانځنې په موخه له پنځو نورو ملګرو سره راغلى دى.
نوموړي زياته كړه: ((دا خو ښكاره ده، چې په داسې ورځو كې بيې لوړيږي؛ ځكه د دولت لخوا كنټرول نه وي؛ خو موږ به يې څه كړو، د دوو درېيو ورځو مېلمانه يو، ترې ځو.))
د هغه په وينا، روضې ته څېرمه په يو عادي هوټل كې د شپې په ۸۰۰ افغانيو خونه نېولې، چې دا رښتيا هم ډېرې پيسې دي.
اشرف خان وويل، دى ګومان نه كوي، چې په عادي ورځو كې دې د دغه ښار د هوټلونو بيې دومره لوړې وي.
خو نوموړي زياته كړه، چې دوى دا نه شي درك كولى، چې بيې څومره لوړې شوې؛ ځكه چې د دغه ښار له پخوانيو بيو معلومات نه لري.
خو د بلخ چارواكي وايي، چې په دغو ورځو كې د بيو په لوړوالي كې داسې بدلون نه راځي، چې د دغه ښار په اوسېدونكو دې اغېز ولري.
دوى په دغو ورځو كې د هوټلونو او مسافرخانو د بيو لوړوالى تاييدوي؛ خو وايي، چې د ښار په پاتې سوداګريز سيستم كې دومره توپير نه راځي.
د مزارشريف ښاروال محمد يونس مقيم پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ټول ښار سوداګريز سيستم يې تر ولكې لاندې دى.
نوموړي زياته كړه، چې يواځې د هوټلونو او مسافرخانو په بيو كې لوړوالى راځي؛ خو زياته يې كړه، چې دغه لوړوالى هم د ډېرو مېلمنو د راتګ له امله منځ ته راځي.
د هغه په وينا، د همدغه جشن د ګډون كوونكو د ښې مېلمستيا په موخه د هوټلونو او مسافرخانو خاوندان مجبور كړاى شوي، چې په ښه والي او سينګارولو يې يو څه لګښت وكړي.
مقيم وويل، چې دوى بيا هم هڅه كوي، چې په دغو ورځو كې د بيو له لوړوالي په پوره توګه مخه ونيسي.
درې ورځې وروسته يانې د نوي (۱۳۹۱) کال د وري په لومړې نېټه، سهار مهال به د سلګونو زرو خلكو په ګډون د حضرت علي كرم الله وجهه د روضې جنډه د يو لړ دولتي رسمي مراسمو په ترڅ كې پورته كړاى شي.
هر كال د روضې د جنډې درونې مراسم په ځانګړو مراسمو ترسره كېږي، چې د هېواد ځيني لوړ پوړي چارواكي هم په كې برخه اخلي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېر كال د ولسمشر د دويم مرستيال سربېره ځينو نورو لوړ پوړو چارواكو او د ولسي جرګې غړو په دغو مراسمو كې برخه اخيستې وه.
خو زياته يې كړه، چې لا څرګنده نه ده، چې د نوي کال په دغو مراسمو كې به كوم لوړ پوړى چارواكى برخه واخلي.
د والي وياند وويل، چې د بلخ ولايت د مقام له خوا د تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان، پاكستان او ايران هم سرحده ولايتونو واليانو ته بلنه وركړل شوې ده، چې له افغانانو سره د نوروز په جشن او د روضې د جنډې درونې په مراسمو كې برخه واخلي.