کابل:(پژواک٢٨کب٩٠): په کابل کې د ايساف ځواکونو حقوقي سلاکار وايي د پنجوايي په پېښه کې تراوسه يو سرتېرى تورن دى، خو که دنورو سرتيرو په اړه شواهد او اسناد شتون ولري دوى به يې په اړه څيړنې وکړي او ښايي محکمه د عيني شاهدانو او د قربانيانود کورنيو د غړيو خبرې هم واورېدل شي.
تېره اونۍ د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د زنګ اباد په سيمه کې امريکايي ځواکونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٦ ملکي وګړي په خپلو کورونو کې ووژل او پنځه نور يې ټپيان کړل.
په کابل کې د ايساف حقوقي سلاکار د ايساف د عامه اړيکو د مشر ليوس بون (Lewis Boone) په غوښتنه نن په کابل کې خبريالانو ته د ملکي افغانانو پر وژلو د تورن امريکايي سرتېري د محاکمې د څرنګوالي په اړه معلومات ورکول.
ليوس بون وويل چې د کندهار د پېښې په اړه په افغانستان او بهر کې رسنيو بېلابېل راپورونه خپاره کړل، خو ده وويل اړينه ده چې د امريکا د اساسي قانون له مخې بايد په قضيې پورې تړلي، ټول مسايل او شواهد په سمه توګه وساتل شي او محکمې ته وړاندې شي
هغه زياته کړه: (( که افغان ياست يا کوم بل څوک، مهمه ده داده چې حقانيت او قانونيت بايد په نظر کې ونيول شي او محکمه په سمه توګه ترسره شي.))
دايساف حقوقي سلاکار چې د اواز له ثبت پرته د امريکا د پوځي محکمې دمراحلو په اړه خبريالانو ته معلومات ورکړل، ونه غوښتل نوم يې واخيستل شي.
هغه وويل چې د ايساف څېړنيزه ډله او د افغانستان دولت ګډو پلاوى د پېښې په اړه په ګډه تحقيقات کوي، نو له همدې امله ښايي چې د خبريالانو ټولو پوښتنو ته ځواب ورنکړل شي او يا هم ځينو ته ځواب شتون ونه لري.
په داسې حال کې چې ايساف د خپلو پلټنو له مخې د پنجوايي په پېښه کې يواځې د يوه امريکايى سرتېرى لاس لرل منلي، خو د تېرې جمعې په ورځ سيمې ته د افغانستان دولت استول شوي پلاوي وويل چې په دې پېښه کې له ١٥ تر شلو امريکايي سرتيرو لاس درلود.
ولسمشر حامد کرزي د تيرې جمعې په ورځ د ارګ په ماڼۍ کې د پيښې د قربانيانو د کورنيو له غړيو سره وکتل او په ورته وخت کې د افغانستان د ملي اردو لوى درستيز شير محمد کريمي د پنجوايي د پيښې په اړه د افغان پلاوي راپور وړاندې کړ.
خو ولسمشر وروسته له هغه کريمي ته د څيړنو د دوام امر وکړ چې هغه وويل امريکايي سرتيرو له افغان پلاوي سره په څيړنو کې مرسته ونکړه.
په همدې حال کې تېره ورځ د کندهار د پېښې د څېړلو لپاره د ولسي جرګې ټاکل شوى پلاوى وويل چې، د زنګ آباد په سيمه کې د ملکي وګړو په وژونه کې له ١٥ تر شلو امريکايي سرتيرو لاس درلود.
دا چې دغه امريکايي سرتېري ته د امريکا د متحده ايالتونو په پوځي قانون کې کومه سزا ټاکل شوې ده، د ايساف حقوقي سلاکار يې په اړه له څه ويلو ډډه وکړه او زياته يې کړه چې په دې اړه دده د شخصي نظر څرګندول به هم پر محکمې منفي اغېز وکړي.
خو هغه زياته کړه چې په پوځي محکمه کې جرمونو ته په کتو سره د اعدام او يا هم دايمي بند سزا شته.
هغه وويل چې تردې مهاله امريکايى سرتېري په رسمې ډول د محکمې لخوا د ملکي خلکو پروژنې نه دى تورن شوى، خو د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به چې ښايي څو اونۍ وخت ونيسي په رسمي ډول د عامه خلکو پر وژنې تورن شي.
هغه وويل چې په قتل تورن امريکايي سرتېرى به په امريکا کې په يوه پوځي محکمه کې محاکمه شي، خو زياته يې کړه چې د محکمې په چارو کې به د افغانستان حکومت دخيل نه وي.
هغه همداراز وويل چې محکمه به د حقايقو په نظر کې نيولو سره خپله پرېکړه وکړي او ښايي د محکمې په دوران کې عيني شاهدان او د پېښې د قربانيانود کورنيو د غړي خبرې هم واورېدل شي.
دغه حقوقي سلاکار همداراز وويل چې د پېښې ترڅېړنې وروسته او د محکمې تر پرېکړې وړاندې به، د قربانيانو د کورنيو غړيو ته غرامت ورکړل شي، خو د کچې په اړه يې څه ونه ويل.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، دغه امريکايى سرتېرى امريکايي ځواکونو نيولى، لومړى کويټ او بيا امريکا ته لېږدول شوى دى.
دغه سرتېرى رابرټ بېلز نومېږي او ٣٨ کلن دى چې نوموړي له دې مخکې دوه ځلې په عراق کې پوځي دنده ترسره کړې او په دې وروستيو کې افغانستان ته لېږل شوى و.