Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سنګين ولسوالۍ امنيه قوماندان له دوو پوليسو سره ټپي شو

لښکرګاه (پژواک ٢٩ کب ٩٠): په هلمند ولايت کې د دوو چاودنو له امله يو ماشوم وژل شوى او د سنګين ولسوالۍ امنيه قوماندان له دوو پوليسو سره ټپي شوى دى.

بلخوا د ايساف په هوايي بريد کې درې وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.

د والي وياند داوود احمدي د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون په مارجه ولسوالۍ کې دوو ماشومانو، چې عمرونه يې د اتو او لسو کلونو ترمنځ وو، په يوه لاسي بم لوبې کولې.

د هغه په وينا، له دغه امله بم پرې چاودېدلى، چې يو ماشوم و وژل شو او بل په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوى دى.

احمدي دغه راز وويل، په همدې ولسوالۍ کې درې وسلوال طالبان، چې پر لاره کې يې ماينونه خول، د ايساف له خوا تر هوايي بريد لاندې راغلي او درې واړه وژل شوي دي.

دى وايي، چې په دې پېښه کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

د والي وياند دغه راز وويل، چې پرون ناوخته د سنګين ولسوالۍ امنيه قوماندان او درې پوليس په يوه چاودنه کې ټپي شوي دي.

د احمدي په وينا، پوليسو دوه نيول شوي غله له ولسوالۍ څخه لښکرګاه ته لېږدول، چې په لاره کې يې پر موټر چاودنه وشوه.

هغه وايي، چې له دې پېښې څخه په ګټې اخيستنې سره ياد غله په تېښته بريالي شوي دي.

د والي وياند وويل، چې ټپي پوليس د ايساف ځواکونو له خوا روغتون ته وړل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.