Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست سره د درملو او طبي وسايلو مرسته وشوه

جلال اباد (پژواک ٢٩ کب ٩٠): د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکي وايي چې د اروپايي ټولنې له خوا ورسره د درملو او طبي وسايلو مرسته وشوه.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ترسره شوې مرسته د ديارلسو ميليونو افغانيو په ارزښت ده.

هغه زياته کړه، چې له دې پيسو څخه د پنځه نيم ميليونو افغانيو په ارزښت درمل د روغتيا نړيوال جال په تخنيکي همکارۍ پېرل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په ترسره شوې مرسته کې د ولادت پنځه مېزونه، د زړه د ګراف (ECG) شپږ ماشينونه، د ماشومانو لس بسترونه، د جراحۍ سروېس د عمليات خونې وسايل، د سترګو، غوږ، پزې او ستوني د عمليات خونې وسايل، د شپږو مياشتو لپاره د اووه نيم ميليونو افغانيو په ارزښت درمل او د اورتوپيدي ځينې وسايل شامل دي.

ډاکټر بازمحمد شېرزاد وويل چې تر دې وروسته به د عامې روغتيا روغتون کې د اورتوپيدي عمليات په اونۍ کې د دوه ځلو پر ځاى هره ورځ ترسره کېږي، د پنځو ولادتونو پر ځاى به په يوه وخت کې لس ناروغان ولادت کوي او د زړه د ګراف د ماشينونو شمېره اتو ته لوړه شوه.

نوموړى وايي، چې د ماشومانو په څانګه کې لس بسترونه زيات شوي او د تشنابونو ستونزه هم هواره شوې ده.

د يوه بل خبر له مخې، د عامې روغتيا رياست مرستيا ل ډاکټر سيد افندي پژواک ته وويل، چې د ولايتي بيارغونې امريکايي ډلې په پنځه پنځوس زره ډالره مرسته د سره رود ولسوالۍ په کلينيک کې يوه رغنيزه پروژه سرته ورسېده.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه کلينيک کې درې انتظار خونې، يوه د ساتونکو خونه او د کلينيک د انګړ دېوال په شپږو مياشتو کې بشپړ شول.

د ولايتي شورا غړي ډاکټر عبدالقهار لودين پژواک اژانس ته وويل، چې دولت او نړيواله ټولنه بايد په ننګرهار کې د زون په کچه د يوه ستر روغتون ودانولو چارې پيل کړي.

د هغه په وينا، اوس هم په دغه روغتون کې د سيټي سکن او MRI پرمختللو ماشينونو ته سخته اړتيا ليدل کېږي، چې د نه شتون په صورت کي يې سلګونه ناروغان د ستونزو په ګاللو ځور او زيان ليدلو سره ګاونډي هېواد پاکستان ته وړل کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.