جلال اباد (پژواک ٢٩ کب ٩٠): د ننګرهار پوهنتون د ليليې لپاره د درېيو ودانيو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د دې پروژې د پيل پر مهال د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا ودانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا د نږدې درې ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
هغه زياته کړه، چې دوه کاله وړاندې په دغه ولايت کې د کوکنارو د کر کچه صفر ته راټيټه شوې وه، چې د ياد وزارت له لوري ورته لس ميليون ډالر د جايزې په بڼه اعلان شول.
ګرديوال وويل، ولايتي ادارې غوره وګڼله، چې د دوه مليونه ٨٦٠زره امريکايي ډالرو بسپنه د ليليو ودانيو ته بېله کړي.
د ګرديوال په وينا، په ټوليز ډول به د ليليو درې ودانۍ په څلور زره او نهه سوه متره مربع ځمکه کې په څلورو پوړونو کې جوړېږي، چې ١٢٠ خونې به ولري او يو زر او پنځه سوه محصلينو ته به د شپې تېرولو اسانتياوې برابرې شي.
دى وايي، چې د دغو ودانيو د جوړولو چارې به په يوه کال کې بشپړې شي.
د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر صابر مومند وويل، چې دغه پوهنتون د هېواد په کچه دويم ستر پوهنتون دى، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په کې د رسنيو مرکز، ابوالکلام ادبي مرکز، انجنيرۍ او کرنې پوهنځيو ودانۍ جوړې شوې دي.
مومند زياته کړه، راتلونکى کال په پلان کې لري، چې د دغه پوهنتون ادارې تعمير، اډېټوريم او شرعياتو پوهنځيو ودانۍ هم جوړې شوې دي.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت مرستيال ابراهيم اظهر پژواک اژانس ته وويل، چې په هېواد کې له توليد شوو نشه يي توکو څخه او يا ميليارده ډالره د نړيوالې مافيا لاسونو ته ورځي، خو بدنامي يې پر افغان ولس تپل کېږي.
د هغه په وينا، هر کال افغانستان ته له پرمختللو هېوادونو څخه اته سوه ټنه نايتريت په محلول شکل راځي، چې د پوډرو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي.
د نوموړى په وينا، د دغو توکو يو لېتر اوه سوه ډالره ارزښت لري، چې له سترې نړيوالي مافيا پرته يې غريب هېوادونه د توليد او اخيستلو توان نه لري.
ابراهيم اظهر وويل، چې په ٢٠٠٩ کال کې ننګرهار اولس هکتاره، په ٢٠١٠ کې سل هکتاره د کوکنارو کښت درلود.
نوموړي هيله څرګنده کړه، چې د ولايتي ادارو په هڅو به سږ کال دغه کچه بيا صفر ته راټيټه شي.
د يادونې ده، چې له دوو کلنو هلو ځلو وروسته لا اوس هم د ننګرهار ولايتي اداره نه ده توانېدلي، چې د ٢٠٠٨ کال په څېر د کښت د کچې په صفرولو سره لس ميليونه ډالر بيا لاسته راوړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP