مزارشريف (پژواك ٢٩ کب ٩٠): د تېر اوږد سوړ ژمي او د روانو شپو ورځو واورين موسم سربېره هم د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو ګڼ شمېر خلك مزارشريف ته د نوروز جشن د نمانځنې په موخه راروان دي.
دولتي چارواكي سږنى نامناسب موسم او پر لويو لارو شته ستونزې په مزارشريف كې د نوروز پر جشن اغېزناك بولي؛ خو زياتوي چې دغه لاملونه به د دغه جشن د ګډون كوونكو په شمېر كې چندان كمښت رانه ولي.
دوى وايي، چې د نوي كال (۱۳۹۱) په يادو شويو مراسمو كې به هم د تېرو كلونو په څېر ډېر خلك ګډون وكړي.
دغه څرګندونې د بلخ بېلا بېلو چارواكو او د سالنګ د لويې لارې ساتونكو امنيتي پوليسو پژواك خبري اژانس سره په ځانګړو مرکو کې وکړې.
د هر كال د وري په لومړۍ نېټه، د بلخ په مركز (مزارشريف) كې د نوروز جشن په ځانګړو مراسمو نمانځل كېږي او په روضه شريفه كې د شاه ولايت ماب جنډه پورته کېږي.
په دغو مراسمو كې د هېواد له بېلا بېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي برخه اخلي.
په داسې حال کې چې سبا به د نوي كال د لمر ختلو سره په مزارشريف كې د حضرت علي كرم الله وجهه په مزار كې د جنډې په درولو د نوروز جشن پيل شي، د بلخ د اطلاعاتو او كولتور رييس صالح محمد خليق وايي، چې سږنى نامناسب موسم او پر لويو د اسانتيا نه شتوالى به د دغه جشن پر نمانځنې اغېز ونه كړي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د دغه زياتوالي لامل دا وښودله، چې هر كال په مزارشريف كې د نوروز جشن د ګډون كوونكو شمېر زياتېږي.
هغه زياته كړه: ((نامناسب موسم به پر نوروز جشن يو څه بد اغېز وكړي؛ خو د ګډون كوونكو په شمېر كې به يې چندان كمښت رانه ولي.))
د هغه په وينا، هر كال د نوروز جشن د مېلمنو په ګډون نږدې يو ميليون ګډون كوونكي لري.
د بلخ ولايت د والي وياند منير فرهاد بيا وايي، چې د تېر كال په مراسمو كې د مېلمنو اټکلي شمېر ۱۵۰زره تنو ته رسېد.
خو خليق وايي، چې مزارشريف ته د مېلمنو راتګ له تېرې اونۍ پيل شوى، چې تر دې دمه زرګونه خلك دغه ښار ته د نوروز جشن د نمانځنې په موخه رسېدلي دي.
نوموړي زياته كړه، كه چېرې نننۍ ورځ هم د سالنګ لاره له كوم جدي ستونزې سره مخ نه شي، نو په هېڅ صورت به د ګډون كوونكو په شمېر كې كمښت رانه شي.
د سالنګ د لويې لارې امنيتي پوليس هم د تېرو كلونو په څېر د دغې لارې ګڼه ګوڼه زياته ګڼي.
د دغې لارې د ساتونكو امنيتي ډلې مشر جنرال رجب پژواك ته وويل، چې سربېره پر دې چې له تېرې شپې راهيسې پر سالنګونو واورې ورېږي او وخت ناوخت طوفان هم ورسره مل وي، بيا هم مزارشريف ته د تلونكو موټرو شمېر د تېرو كلونو په څېر دى.
نوموړي زياته كړه، لاره تر دې ستونزمنه ده چې موټر پرې په يو څه ځنډ پرېږدي.
د هغه په وينا، تر دې دمه له كومې ځانګړې پېښې سره نه دي مخ شوي او ډاډ يې وركړ، چې دوى ډېره هڅه كوي، چې د هر ډول پېښې مخنيوى وكړي.
خو د مزارشريف اوسېدونكي وايي، كه چېرې سبانۍ ورځ هم د نن ورځ په څېر وي، نو د نوروز جشن به د تېرو كلونو په څېر مست او خوندور نه وي.
هر كال په روضه كې د جنډې پورته کولو له مراسمو وروسته د شپې له خوا ډلې ډلې ځوانان د ډولونو، ربابونو او ګيتارونو سره د ښار په واټونو كې ګرځي، سندرې وايي او نڅا کوي چې دغه حال د شپې تر ناوخته پورې دوام پيدا كوي.
د مزارشريف د ښاروالۍ كوڅې اوسېدونكي سيد جلال پژواك ته وويل، چې ګومان نه كوي چې سبانۍ شپه دې د تېرو كلونو د جشن د لومړۍ شپې په څېر مسته وي.
نوموړي زياته كړه، چې دمګړۍ (د ماسپښين يوه بجه) په ښار كې واوره ورېږي او ډېر خلك چې د تېرو كلونوپه دې ورځ به د ښار په واټونو كې ګرځېدل، د سړې هوا له امله په كورونو كې ناست دي.
د همدې ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونكي مير فخرالدين پژواك ته وويل، چې دى دعا كوي چې سبا ته ښه لمر وي او جشن ښه ونمانځل شي.
نوموړي زياته كړه: ((سبانۍ شپې ته مو ښه تيارى نيولى، يو ډله ملګري يو، چې ټول به د شپې تر ناوخته د ښار په سړكونو سندرې وايو او مستي به كوو.))
د هغه په وينا، دې موسم تهه چې ګوري، لكه چې ارمان يې پوره نه شي.
خو د بلخ د اطلاعاتو او كولتور رياست، چې د دغه جشن د فرهنګي چارو د سمبالښت مسووليت لري، وايي چې دوى د تېرو كلونو په څېر د جشن د لا ښه نمانځلو په موخه چمتووالى بشپړ كړى دى.
د بلخ د اطلاعاتو او كولتور رييس صالح محمد خليق، دوى په پام كې لري چې د روضې د جنډې پورته کولو په مراسمو كې د ګډونوالو لپاره فرهنګي، هنري او ادبي پروګرامونه جوړ كړي.
خليق زياته كړه، چې نن به د بلخ پوهنتون په تالار او نورو بېلا بېلو ځايونو كې په وړيا توګه د جشن ګډونوال د بېلا بېلو سندرغاړو له سندرو خوند واخلي.
د هغه په وينا، په دغو پروګرامونو كې د هېواد د بېلا بېلو ولايتونو پر سندر غاړو سربېره د تاجكستان، ازبكستان، هندوستان، امريكا متحده ايالاتو او ايران سندرغاړو ته هم بلنه وركړل شوې ده، چې هره ورځ له سهاره تر شپې ناوخته پورې به دغه پروګرامونه د نوي كال د لومړۍ اونۍ تر پايه دوام ولري.
خليق وويل، چې د ځينو فرهنګي او ادبي ناستو ترڅنګ نندارتونونه هم په پام كې لري، چې د هېواد بېلا بېل اديبان، شاعران او انځورګران به په كې ونډه اخلي او خپل هنري اثار به وړاندې كوي.
نوموړي زياته كړه، چې لنډ هنري فلمونه، د فوټو ژورنالېزم د تصويرونو نندارتون، د كتابونو نندراتون او د نوروزي خوړو نندارتونه به هم نندراې ته وړاندې شي.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد وويل، چې سږكال هم د تېرو كلونو په څېر د نوروز جشن د ښې نمانځنې په موخه ځانګړى كمېسون جوړ شوى، چې بېلا بېلې كمېټې لري او هرې كمېټې خپل چمتووالى بشپړ كړى دى.
په دغه كمېسيون كې فرهنګي، امنيتي، د ښار د پاكوالي او سينګارولو، روغتيايي او داسې نورې كمېټې شاملې دي.
نوموړي زياته كړه، چې په مزارشريف كې د تېر كال د نوروز جشن كې د ولسمشر د دويم مرستيال كريم خليلي په ګډون يو لړ لوړپوړو دولتي چارواكو او په دغه ښار كې د بهرنيو هېوادونو قونسلرانو برخه اخيستې وه.
خو د هغه په وينا، لا څرګنده نه ده چې د راتلونكي كال په دې مراسمو كې به كوم لوړپوړي چارواكى برخه واخلي.
د نوي كال د نوروز جشن لپاره د بلخ ولايت د مقام له خوا د ځينو ګاونډيو هېوادونو د هم سرحده ولايتونو واليانو ته هم بلنه وركړل شوې ده.
د والي وياند وويل، چې د بلخ ولايت د مقام له خوا د تاجكستان، ازبكستان، تركمنستان، پاكستان او ايران هم سرحده ولايتونو واليانو ته بلنه وركړل شوې ده، چې له افغانانو سره د نوروز په جشن او د روضې د جنډې درونې په مراسمو كې برخه واخلي.