Language

د هلمند ولايت لخوا خبريالان په ستاينليکونو ووياړل شول

لښکرګاه (پژواک ٢٩ کب ٩٠):د هلمند ولايت د مقام لخوا د پژواک خبري اژانس د خبريال په ګډون يو شمېر سيمه ييزو خبريالانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

په دې اړه پرون د ولايت په مقام کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د هلمند د والي ګلاب منګل ترڅنګ د اطلاعاتو اوكولتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي، د ملي راډيو تلويزيون عمومي رييس زرين انځور او لسګونو دولتي چارواكو او قومي مشرانو ګډون كړى وو.

 ګلاب منګل په خپلو خبرو كې په دغه ولايت كې د هر ډول پرمختګ په كارونو كې د خبريالانو هلې ځلې او فعاليت اغېزمن وباله او زياته يې کړه، چې خبريالانو په ډېرو سختو حالاتو كې دنده ترسره كړې ده.

د نوموړي په وينا، نږدې څلور كاله وړاندې د دغه ولايت خبريالانو په سختو شرايطو او تر ګواښونو لاندې خپلې دندې ترسره کولې او قربانۍ يې هم ورکړې دي.

د والي په خبره، چې په لښكرګاه كې د ازادو خبريالانو ټولنې مشر په ډېر منظم ډول خپل خبريالان ولسواليو ته د هوا او ځمكې له لارې په نازكو حالاتو كې لېږودلي او هلته يې د خلكو ستونزې او غوښتنې راټولې كړې دي.

ګلاب منګل په هر ډول حالاتو كې خبريالانو ته د ملاټر ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې خبريالان که د ولايت په ادارو کې  هر ډول ستونزه ويني، نو راپور دې پرې جوړ کړي.

په دغو مراسمو كې د اطلاعاتو اوكولتور وزارت مرستيال غلام نبي فراهي ددغه ولايت د خبريالانو فعاليتونه وستايل او غوښتنه يې وكړه، چې دوى بايد د هلمند اصلي څېره وښيي، د ستونزو ترڅنګ دې په پرمختګونه هم راپورنه جوړ كړي.

د ملي راډيو تلويزيون عمومي رييس زرين انځور هم وويل، چې د هلمند د خبريالانو په راپورونو كې يې د پرمختګونو خبرونه اورېدل، خو باور يې نه كېده، خو كله چې دى خپله د هلمند له والي سره ولسواليو ته په موټرو كې ولاړ او د ښار حالت يې وليد، پر راغلو بدلونونو خوښ شو.

نوموړي له خبريالانو غوښتنه وكړه، چې زده كړه دې وكړي او د ستونزو د حل په موخه دې راپورونه پر معيار برابر جوړ، ملي او مذهبي ګټې دې په پام كې په کې ونيسي.

په هلمند کې د ازادۍ راډيو خبريال محمد الياس داعي پژواك اژانس ته وويل، چې د كار پر مهال تشويق او تقدير ښې پايلې لري.

هغه ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت د خلکو د هوساينې لپاره به نورې هلې ځلې هم وکړي.

نوموړي وويل، چې د هلمند خبريالان هر ډول ازادي لري، چې د فساد، نشه يي توكو پر ضد او نورو مسايلو، چې اړتيا وي كار وكړي او تر دغه مهاله يې مخنيوى هم نه دى شوى كه شوى هم وي د دولت ملاټر ورسره دى.

د بست په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو مسوول عبدالسلام زاهد پژواک ته وويل، چې دوى د خلكو د پوهاوي امنيت او پرمختګ لپاره ښې خپرونې جوړ كړې او تر دې ستايني او تقدير وروسته به نور هم خپل فعاليت زيات كړي.

د غونډې په پاى کې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو ٥٩ خبريالانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

Related Topics