Language

په مزار شريف کې د روضې تر دوه کيلومترۍ د موټرو پر ګرځېدو بنديز ولګول شو

مزارشريف (پژواك ٢٩ کب ٩٠): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار كې د نوي ۱۳۹۱لمريز کال د مراسمو په مناسبت د حضرت علي کرم الله وجهه د مباركې روضې، څلورو خواوو ته تر دوه كيلومترۍ پورې د موټرو پر ګرځېدو بنديز ولګېد.

د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند شېرجان دوراني د کب په ٢٩مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه بنديز د کب د ۲۸مې له سهار څخه پيل شوى او د حضرت علي کرم الله وجهه د جنډې د مراسمو تر پايه به دوام وکړي.

نوموړي زياته كړه، چې دغه بنديز د نوي كال د جشن په مراسمو کې د ګډون لپاره له بېلابېلو ولايتونو څخه د راغلو مېلمنو د ارامتيا او ډاډمن امنيت د ټينګېدو په موخه ترسره شوى دى.

په دغو مراسمو كې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له هېواده بهر په زرګونو خلک او دولتي چارواکي برخه اخلي.

له نن سهاره د روضې پر شاوخوا سړكونو د موټرو پر ځاى دغه ښار ته راغلي مېلمانه چكر وهي.

له هلمند څخه په مزارشريف كې د نوي كال د جشن د نمانځنې په موخه راغلي ځوان ګل محمد پژواك ته وويل، چې له تېرو دوو ورځو مزار ته راغلى؛ خو نن ورته د ښار چكر ډېر خوند وركړ.

نوموړي زياته كړه: ((پرون او ابل پرون خو موټر دومره ډېر وو، چې د ښار د ګرځېدو هېڅ خوند نه و، نن خو راته سړكان داسې خوشې دي، لكه زموږ د پلار چې وي، مست مست په كې ګرځو.))

د بلخ د اطلاعاتو او كولتور رياست، د دغه جشن د لا ښه نمانځلو په موخه پر چمتووالي بوخت دى او بېلابېل کمېسيونونه هم ټاکل شوي دي.

د بلخ د اطلاعاتو او كولتور رييس صالح محمد خليق وويل، چې په دغو كمېسيونونو كې امنيتي، فرهنګي، د ښار د پاكوالي، د سينګارولو او نور كمېسيونونه شامل دي.

د بلخ ولايت مقام هم ديوې خبرپاڼې په خپرولو خبر وركړى، چې د نوروز جشن د ښه ترسره كېدو په موخه ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي.

په دغې خبرپاڼه كې خلكو ته د تېرو كلونو په څېر په جشن كې د ګډون كولو بلنه وركول شوې، خو يادونه شوې، چې هېڅوك حق نه لري، چې له وسلې سره ښار ته ننوځي.

د امنيه قوماندانۍ وياند دوراني وويل، چې د دغو مراسمو د ښه امنيت د ټينګښت په موخه په دغه ښار کې د ملي اردو او ملي پوليسو په زرګونو سرتېري ځاى پر ځاى شوي او ۷ امنيتي کمربندونه هم جوړ شوي دي.

په مزارشريف كې به د نوروز جشن سبا (د۱۳۹١لمريز کال د وري لومړۍ نېټه) سهار مهال د حضرت علي كرم الله وجهه په روضه كې د جنډې پورته كېدو له رسمي مراسمو سره پيل شي.

Related Topics