جلال اباد (پژواک ٢٩ کب ٩٠): د ننګرهار مسوولين وايي چې له تېرې ورځې راهيسې د يو پراخ کمپاين په پيلولو سره يې د دغه ولايت څوارلس سوه پنځه شپېته جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه کړې ده.
د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا کمپاين د ملي پوليسو، ملي اردو او نورو امنيتي ادارو په مرسته د دغه ولايت په چپرهار او اچين ولسواليو کې پيل شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د کال په اوږدو کې يې د دغه بوټي د کښت د مخنيوي په موخه څلور سوه پنځوس د عامه پوهاوي غونډې جوړې کړې دي.
مرستيال والي وويل، چې امنيتي ځواکونه به په ټولو ولسواليو کې تر هغه کمپاين ته ادامه ورکوي، چې د کښت کچه يې صفر ته راټيټه کړي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر او د کوکنارو اړونې د کمېسيون مشر سمونوال عبادالله تلوار پژواک اژانس ته وويل، چې د چپرهار ولسوالۍ د کارېزونو، ډاګو، حافظانو او سوړيزو په کليو کې يې يو زر او دوه سوه جريبه ځمکه او د اچين ولسوالۍ په پېښې سيمه کې دوه سوه پنځه شپېته جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.
د هغه په وينا، د ننګرهار ولسوالۍ په څلورو زونونو وېشل شوي، چې اوس مهال د خوګياڼو او شينوارو په زونونو کې د پوليسو له لوري د کوکنارو اړونې عمليات روان دي.
نوموړى وويل چې په خوګياڼو زون کې د شېرزادو، پچيراګام، خوګياڼيو او چپرهار ولسوالۍ او په شينوارو زون کې د هسکې مېنې، دوربابا، غني خېلو، نازيان، اچين او سپين غر ولسوالۍ راځي.
د يادونې وړ ده، چې ولايتي اداره داسې مهال د کوکنارو اړونې د کمپاين خبر ورکوي، چې دغه ولايت ته له نشه يي توکو سره د مبارزي وزارت مرستيال هم راغلى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP