جلال اباد (پژواک د وري لومړۍ نېټه ٩١): د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه بالون تندر پرېوتى او له منځه يې وړى دى.
تېره ورځ د هېواد د پلازمېنې کابل ښار په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې توپان او تېز بادونه رامنځ ته شول، چې له امله يې په کابل کې هوايي الوتنې هم بندې شوې وې.
د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوال حاجي سيد رحمان د وري پر لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې ورسته د تېزو بادونو او توپان پر مهال په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر اډه تندر پرېوت، چې له امله يې په دغې اډه نصب شوى بالون له منځه ولاړ.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې نور چا ته زيان نه دى اوښتى او يواځې بالون يې له منځه وړى دى.
د سيمې يوه اوسېدونکي او د پېښې عيني شاهد حبيب الله پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د سختو بادونو پر مهال د بهرنيو ځواکونو پر نصب شوي بالون تندر پرېوت، چې له امله يې ياد بالون اور واخيست او پر ځمکه وغورځېد.
نوموړي د پېښې په اړه نور معلومات نه درلودل.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو له خوا بالونونه لګول شوي او په هغو کې يې څارونکې کامرې نصب کړې دي، چې څه موده مخکې په غزني او زابل ولايتونو کې د وسلوالو طالبانو له خوا لګول شوي بالونونه ويشتل شوي او راغورځولي يې وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP