Language

وسله والو ‌طالبانو  یوقومی مشر وواژه

کابل (پژواک دوری لومړی نیټه ۹۱) : د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې د وسله والو طالبانو په برید کې یو قومي مشر ووژل شو .

د دې ولایت د والي ویاند شریف ناصري د وري په لومړۍ نیټه پژواک خبري اژانس ته وویل چې پيښه نن مازیګر شاوخوا څلور بجې رامنځ ته شوه.

نوموړي زياته کړه چې وسله والو طالبانو د کلات په بازار کې د مرکزي جامع جومات سره نږدې پر قومي مشر کاکړ خان ډزې وکړې او هغه یې وواژه .

هغه وویل چې بریدکوونکي د پيښې له ځایه تښتیدلي خو امنیتي ځواکونو یې د نیولو لپاره جدي هڅي پیل کړي دي.

دده په خبره، کاکړخان د زابل ولایت د ایچوپان ولسوالۍ اوسیدونکی او ددغې ولسوالۍ قومي استازی و. ناصري وویل چې معلومه نده چې نوموړی به چا وژلی وی ځکه هغه په دولت کې کومه خاصه دنده نه درلوده او نشي ویل کیدای چې نوموړی به د دولت مخالفینو وژلی وي او که بل چا؟

د کلات د مرکزي روغتون یو تن نوکریوال ډاکتر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک اژانس ته وویل چې کاکړ خان د سینې په برخه کې په ډزو لګیدلی و او روغتون ته تر رسیدو وړاندي يې ساه ورکړې وه. وسله والو طالبانو د نوموړي د وژنې مسوولیت پر غاړه اخیستی. قاري یوسف احمدي وايي چې کاکړ خان د زابل د ملي امنیت د ریاست کارکوونکی و چې د دوي د کسانو له خوا وژل شوي او بریدکوونکي په خوندي ډول د پيښي له ځایه وتلي دي .

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.