کابل ( پژواک ٢ ورى ٩١ ) : د کرکټ د نړيوالې شورا (اي سي سي ) اعلان کړى، چې د شل اووريز نړيوال جام دغوراوي سياليو په لړکې افغانستان او نميبيا پخپلو ګرپونو کې لومړي مقامونه خپل کړي او د روانو سیاليو د مهال وېش او قانون له مخې به دغه دواړه ډلې په لومړي نيمه پای لوبه (سيمي فاينل) کې سره مخامخ کېږي.
اي سي سي دغه راز ويلي چې ددې لومړۍ نيمه پای لوبې ګټونکې لوبډله به نېغ په نېغه نړيوال جام او ددې سيالیو پای لوبې ته لاره پیدا کوي.
د سرچينې په وينا، دغه راز د الف ګروپ دويم د ب ګروپ له درېيم او د ب ګروپ دويم د الف ګروپ له درېيم سره لوبه کوي، د دوى ګټونکې لوبدلې به بيا په خپلو کې لوبه کوي او ګټونکى به يې هم نړيوال جام او پاى لوبې ته لاره پيدا کوي.
دافغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس نسيم الله دانش د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په بې ساري بريا لوبغاړو او ټولو هېوادوالو ته مبارکي ورکړې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ملي لوبډلې د نوي کال په پيلېدو سره خپلو هېوادوالو ته د برياوو په ترلاسه کولو سره ښه ډالۍ وړاندې کړه.
نسيم الله دانش وايي چې افغانستان او نميبيا نيمه پاى لوبه د پنجشنبې په ورځ دمارچ په ۲۲مه، د متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار په نړيوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
نوموړي په متحده عربي اماراتو کې له میشتو افغانانو وغوښتل چې لکه د پخوا په څېر د خپلې ملي لوبدلې د تشويق لپاره ياد شوي ميدان ته ورشي.
د کرکټ بورډ اجراييوي مشر وويل چې د اماراتو په ټولو ښارونو کې د لوبې هغو مینه والو لپاره چې غواړي ددوبۍ د کرکټ نړیوال لوبغالي ته ولاړ شي د ټرانسپورټ وړيا اسانتياوې برابرې شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP