Language

درېيو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

لښکرګاه (پژواک ٢ ورى ٩١): د هلمند ولايت په بېلا بېلو امنيتي پېښو کې يو پوليس وژل شوى او پنځه نور امنيتي سرتېري او عام وګړي ټپيان شوي دي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک د وري په ۲مه، پژواك خبري اژانس ته وويل چې تېر مازيګر د پنځو بجو شاوخوا كې په ګرشك ولسوالۍ كې د پوليسو پر ټانک چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يو پوليس ووژل شو، يو ملکي وګړى او دوه نور پوليس ټپيان شول.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وباله.

دغه راز هوتک وويل، تېره ورځ په سنګين ولسوالۍ كې هم د بهرنيو ځواكونو پر ټانک د ماين چاودنه شوې، چې له امله يې يو بهرنى سرتېرى او دوه ملكي وګړي ټپيان شوي دي.

نوموړي د سنګين د پېښې د ټپيانو د روغتيا په اړه معلومات نه درلودل.

بل پلو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې تېره ورځ ماسپښين د سنګين ولسوالۍ په مجيد څلور لارې كې د دوى وسله والو د بهرنيو ځواكونو دوه ټانكونه پر ماين الوځولي او ۶ بهرني سرتېري يې په كې وژلي دي.

بهرنيو ځواكونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics