چاريکار (پژواک ٢ورى ٩١) د سالنګ لويه لار له دوو ورځو وروسته، بېرته د مسافر وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوه.
د سالنګ د ساتنې او څارنې رياست مسوول جنرال محمد رجب نن د وري په دويمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې د لويې لارې د بندېدو لامل توند توفان او واورې وې.
هغه زياته کړه، چې دې ادارې د مسافرينو د ژوند ساتنې په موخه لويه لار بنده کړې وه؛ خو د هوا د وضعيت په ښه والي سره يې پرون ماښام د مسافر وړونکو موټرو ته د حرکت اجازه ورکړه.
جنرال رجب وويل، چې دمګړۍ د مسافر وړونکو موټرو د حرکت د نه اخلال په موخه، بار وړونکي موټر له دې لويې لارې د تېرېدو اجازه نه لري.
هغه څرګنده کړه، چې په تېرو دوو ورځو کې يې تر سلو زيات مسافرين د دې لويې لارې په اوږدو کې امن خونو ته لېږدولي دي او هلته يې د دوى ساتنه کړې وه.
دغه لويه لار په داسې حال کې د توفان له امله بنده شوې وه، چې سلګونه تنه د نوي کال د مراسمو د نمانځنې په موخه له دې لارې مزارشريف ته روان وو.