Language

مهترلام (پژواک ٢ ورى ٩١): د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د چاودنې له امله اته دولتي سرتېري ټپيان شول.

د دولت شاه ولسوال نصيراحمد همت د وري په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن غرمه په يوه بجه د ملي اردو پر موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري او درې پوليس ټپيان شوي، چې د ملي اردو مرکز ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

ولسوال وويل چې له چاودنې وروسته، په سيمه کې د چاڼيزو عملياتو پر مهال اته شکمن کسان نيول شوي دي.

خو په لغمان ولايت کې د ملي اردو د لومړي لوا د دويم کنډک رييس ارکان، جګړن محمد سعيد وايي چې په دې چاودنه کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه د اردو سرتېري او درې پوليس ټپيان شوي دي.

نوموړى وايي چې دوى پر ګزمې بوخت وو، چې د سړک غاړې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.

د هغه په وينا، د دوى رنجر موټر ويجاړ شوى او د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics