کابل (پژواک ٢ ورى ٩١): په کابل کې د بزګر ورځې د نمانځلو پرمهال د لاسليک شويو تړونونو له مخې د کرنې وزارت ته په امتيازي ډول د پراختيايي پروژو د پلي کولو لپاره ٣٧ ميليونه ډالره ورکول کېږي.
د بزګر د ورځې جشن نن د لوړ پوړو دولتي چارواکو او زرګونو ښاريانو په ګډون د کابل ښار په بادام باغ سيمه کې ونمانځل شو.
د بزګر ورځې په مناسبت جوړ شوي نندارتون کې کرنيز محصولات، بېلا بېل ډول تخمونه، سابه، زينتي بوټي، تازه مېوې، لاسي صنايع، ساختماني توکي او نور شيان اېښودل شوي دي.
د کرنې وزارت وياند مجيد قرار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې مراسمو پر مهال د کرنې او ماليې وزارتونو ترمنځ د کرنيز سکتور د پياوړي کولو په موخه درې تړونونه هم لاسليک شول.
د هغه په وينا، د لومړي تړون له مخې به د ماليې وزارت د کرنې وزارت ته د کرنې په برخه کې د پراختيايي پروژو د پلي کولو لپاره ١٧ ميليونه امريکايي ډالره ورکړي.
ده د يادو پروژو په اړه نور معلومات ورنه کړل.
قرار وايي چې د دويم تړون له مخې به د ماليې وزارت د کرنې وزارت ته ١٤ ميليونه امريکايي ډالره ورکوي، ترڅو له لارې يې په هېواد کې د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پراخه کړي.
مجيد قرار وويل، چې د درېيم تړون له مخې به ماليې وزارت د کرنې وزارت ته د اوبو د کوچنيو زېرمو د جوړولو لپاره شپږ ميليونه امريکايي دالره ورکړي.
د کرنې وزارت وياند زياته کړه، چې يادې پيسې به د ماليې وزارت له خوا له اصلي بودجې سربېره په امتيازي ډول د کرنې وزارت ته ورکړل شوي دي.
دغه راز د جشن په دې مراسمو کې د کرنې وزير محمد اصف رحيمي وويل، چې دغه وزارت به په روان کال کې په لغمان او هلمند کې په ټوليز ډول ٣٠ ميليونه افغانۍ کروندګرو ته پور ورکړي.
هغه وايي، چې دې وزارت په باميانو کې د درېيو کرنيزو کوپراتيفونو د جوړولو لپاره ٦٥ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي او دغه کوپراتيفونه به هم سږ کال جوړ شي.
د هغه په وينا، په هلمند او لغمان کې په اسانه شرايطو د پور ورکولو له پروګرام څخه به درې زره کروندګر او له يادو کوپراتيفونو څخه به ٧٠٠ کروندګر برخمن شي.
د کرنې وزير د کرنيزو توکو نندارتون د پرانيستلو پر مهال وويل، چې افغانستان يو کرنيز هېواد دى او کرنيز سکتور کولى شي د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
ده زياته کړه، چې ١٣٩١ لمريز کال به په هېواد کې د ملي کرنيزو پروژو د پلي کولو له اړخه يو مهم کال وي.
رحيمي وايي، چې د دې وزارت پروګرامونه به په روان کال کې پر څلورو برخو (غذايي خونديتوب، اوبو لګولو، کرنيز اقتصاد او د چاپېريال ساتنې) باندې تمرکز ولري.
د کابل والي احمدالله عليزي په يادو مراسمو کې له وزارتونو څخه وغوښتل، چې کابل ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه چې د کابل نفوس د نورو ولايتونو په پرتله ډېر زيات دى.
ويل کېږي چې دا مهال په کابل ښار کې شاوخوا څلور ميليونه وګړي ژوند کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP