لښکرګاه ( پژواک ٣ ورى ٩١ ) : د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې تېر کال ددې ولايت په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ٦٢١ کسان وژل شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان نبي الهام دغه څرګندونې نن د( وري په ٣مه) په لښکرګاه کې ديوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه ، چې د ۱۳۹۰ لمريز كال په اوږدو کې په دې ولايت کې ۶۲۱ کسان وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې ٦٠ تنه پوليس، ٣١٠ ملکي وګړي او ٢٥١ تنه وسلوال مخالفين دي.
امنيه قوماندان وايي، چې دغه راز د تېر کال په بېلا بېلو پېښو کې ۳۱۹ ملكي وګړي، .۴۶ ددولت مخالفين او۳۷ پوليس هم ټپيان شوي دي.
الهام وويل چې په تېركال كې لسګونه ميله سپكې او درنې وسلې ،زرګونه كيلوګرامه نشه يي او چاودېدونكي توكي هم د پوليسو لاسته ورغلي دي
امنيه قوماندان زياته کړ ،چې د روان ۹۱ ١٣ كال په اوږدوكې به د پوليسو روزني ،تجهيز او د امنيت لا پرمختيا ته زياته پاملرنه وكړي.