کابل (پژواک ٣ورى ٩٠): په څو ولايتونو کې د پوليسو او ملي اردو د عملياتو په ترڅ کې دوه وسلوال مخالفين وژل شوي او د يوه ماين خښوونکي په ګډون ٢٦نور نيول شوي دي.
په هغه خبرپاڼه کې ،چې نن ( د وري ٣مه)د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته رارسېدلې، راغلي ،چې ياد مخالفين د ننګرهار، اروزګان، غزني او هرات په ولايتونو کې د ملي پوليسو د څلورو عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچينه وايي، چې دا عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په مرسته ترسره شوي او په ترڅ کې يې يو وسلوال مخالف ټپي، ١٠نور نيول شوي او يوه اندازه مهمات، چاودېدونکي او نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
د سرچينې په وينا، يو ماين خښوونکى ، چې غوښتل يې د سرپل ولايت د کوهستاناتو ولسوالۍ په لويه لاره کې د وسايطو ضد دوه ماينونه ځاى پرځاى کړي ، د ياد ولايت د ملي پوليسو له لوري نيول شوى دى.
خبرپاڼه ليکي، همدارنګه ملي پوليسو د وسايطو ضد يو ماين او له چاودېدونکو توکو ډکه يوه بوشکه، چې په دې وروستيو کې په هلمند او کندهار ولايتونو کې د وسلوالو مخالفينو له لوري ځاى پرځاى شوي و، کشف او شنډ کړي دي.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د ملي اردو منسوبينو په يو شمېر ولايتونو کې د امنيتي دندو د ترسره کولو پرمهال، ١٦حلقې بېلابېل ماينونه، درې لاسي بمونه، يوه اندازه مهمات او ٢٠بطرۍ ، چې ورڅخه د ماينونو په چاودنو کې کار اخيستل کېده کشف او شنډ کړي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د امنيتي دندو پرمهال د ملي اردو پنځه منسوبين هم ټپيان شوي دي.