Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نجم الدين اخندزاده په نامه ښارګوټى جوړېږي

جلال اباد  ( پژواک ٣ ورى ٩١ ) : د جلال اباد ښار په سوېل کې د نجم الدين اخندزاده په نوم ديوه ښارګوټي جوړولو چارې د وري په درېيمه پيل شوې.

د ښار د پرانېستې پرمهال د افغانستان د ملى پيوستون د ګوند مشر او د ولسي جرګې غړي سيد اسحاق ګيلاني،د ولسي جرګي غړي اميرجان دولت زي،الله ګل مجاهد او د مشرانو جرګې د قبايلو او قومونو د کمېسيون مشر لطف الله بابا ګډون درلود.

د ولسي جرګي غړي حاجي امير جان دولت زي د پټۍ پريکولو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ددې ښارګوټي د رسميت چارې يې تېره مياشت بشپړې شوې او نن يې رسماً کارونه پيل شول.

هغه زياته کړه ، چې په دې ښار ګوټي کې د استوګنې  پنځه زره او شپږ سوه نومرې د ښار جوړونې وزارت له ټولو نورمونو سره برابرې پلان او نقشه شوې دي.

نوموړى وايي ، چې د ښاري خدمتونو او شرعي سند لپاره به د نومرو اخيستونکي  ننګرهار ښاروالۍ ته اته زره او شپږ سوه افغانۍ تحويلي ورکوي او د ځمکې قيمت به ددغه قومي ښارګوټى مسوولينو ته دوه څلوېښت زره افغانۍ سپاري.

حاجي اميرجان وويل  چې دغه قومي ښارګوټى د هډې د کليو قومونو ترمنځ ويشل شوى،چي هر کور ته د استوګنې يوه نومره رسيدلې ده.

د نوموړي پر وينا، په ښار ګوټي کې ديني مدرسو، لېسو، ښوونځيو،پارکونو،جوماتونو او روغتونونو ته ځايونه بېل شوي دي.

د ولسي جرګي بل غړي الله ګل مجاهد خلکو ته ددغه ښارګوټي د رسميت مبارکۍ ويلو ترڅنګ له ننګرهار ښاروالۍ وغوښتل چې په دغه ښارګوټي کې دې د کاناليزسيون ترڅنګ عام المنفعه ودانۍ جوړې کړي.

د ننګرهار ښاروالۍ مرستيال انجنير حکيم دين پژواک ته ومنله، چې د ياد قومي ښارګوټي اسناد يې له اړونده ادارو څخه ورته رارسيدلي ،خو نوموړي د زياتو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د مطيع الله بهادر په نامه د سيمې يوتن اوسېدونکي ، چې په دې ښار ګوټي کې يې د استوګنې نومره ترلاسه کړې، له ښاروالۍ وغوښتل چې اړينې اسانتياوې خلکو ته برابرې کړي.

دغه راز نوموړي له هغو خلکو، چې په دې ښار ګوټي کې يې نومره ترلاسه کړې، وغوښتل چې د ښاري اصول په پام کې نيولو سره خپل چاپيريال پاک وساتي.

د يادونې ده،چې د غازي امان الله خان له ښارګوټي وروسته دا په ننګرهار ولايت کې دويم نادولتي ښارګوټى دى، چي د ملکيت نومرې يې رسميت پيدا کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.