Language

لښکرګاه ( پژواک ٣ ورى ٩١ ) : د هلمند امنيه قوماندان وايي ، چې د لښكرګاه  ښار په ګډون په لسو ولسواليوكې يې ۱۶ زره او اوه سوه جريبه ځمكه  له كوكنارو څخه پاكه کړې ده.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام د وري په ٣مه، په لښکرګاه کې يوې خبري غونـډې ته د وينا پرمهال د کوکنارو د اړولو د کمپاين په اړه معلومات ورکړل.

هغه زياته کړه چې د كوكنارو دله منځه وړلو كمپاين په لسو ولسواليوكې په چټكۍ سره پرمخ روان دى او تردې  مهاله ۱۶زره  او اوسوه جريبه كرل شوي كوكنارو د روان كمپاين پرمهال له منځه وړل شوي دي.

دده په وينا ، سږكال د كوكنارو د كمپاين ستراتيژي داسې جوړه شوى،  چې پوره دوه مياشتې به كاركوي او لومړى به د هغو كسانو ترياك له منځه وړل كېږي ، چې  يا خو قاچاقبر وي او يايې هم    خلكوته د كوكنارو دكرلو  امر کړى وي او  يا يې د ساتلو ژمنه ور كړې وي.

الهام وايي ، چې عملاٌ د كوكنارو له منځه وړلودكمپاين تر څنګ تبليغاتي پروګرام هم په لاره اچول شوى، تر څو كرونده ګر خپله هم  كرل شوي كوكنار له منځه يوسي.

د امنيه  قوماندان په خبره؛ د روان كمپاين پرمهال نږدې ټول پوليس مرسته كوي او تر دې مهاله يواځې د ماين په چاودونوكې دوه  پوليس وژل شوي او شپږ تنه ټپيان شوي دي.

الهام  زياتوي ، چې دغه كمپاين د۱۱۹  تراكتورونو په وسيله  پرمخ وړل كيږي.

د هلمند چارواكي وايي، چې سږكال ددې ولايت په شاوخوا ۵۰ زر هكتاره ځمكه کې  كوكنار كرل شوي  .

Related Topics