لښکرګاه ( پژواک ٤ ورى ٩١ ) : د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې پنځه اربكيان له څلور ميله وسلو سره ددولت وسلوالومخالفينو ته تسليم شوي دي.
د مارجې ولسوال حاجي عبدالمطلب د وري په ۴ مه پژواك خبري اژانس ته وويل چې تېر ماښام د مارجې په سيستاني سيمه كې د خداينور په نوم د اربكيو يو قوماندان له پنځه تنو سره ددولت مخالفينو ته تسليم شوى ،خو طالبان دتسليم شويو كسانو شمېر اته تنه ښيي.
ولسوال وويل ، چې طالبانو ته تسليم شوي كسان د سيستاني د سيمې اوسېدونكي وو اوديوې كورنۍ غړي دي،چې له ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ سره يې هيڅ اړيكې نه درلودې او د امريكايي سمندري ځواكونو لخوا په دنده ګومارل شوي وو.
نوموړي زياته کړه، چې په مارجې ولسوالۍ کې د مشترك تر عملياتو وروسته ۱۴سوه اوپنځوس اربكي او سيمه يزه پوليس په دندو ګومارل شوي و، چې وروسته ۶ سوه تنه سيمه يزه پوليسوته جلب شوه او نور يې بې سرپرسته پاتې شول .
د هغه په وينا،د مارجې ولسوالۍ په دښتي سيمو كې د طالبانو واك اوس هم شته او ياد كسان دطالبانو د واک ته تللي ،خو دوى يې په اړه پلټنې پيل كړې دي.
ولسوال دا هم وويل چې طالبانو ته تللي كسان ټول په نشه يي توكو روږدي هم وو.
بلخوا دطالبانو وياند قاري يو سف احمدي پژواك ته په يوه ټېلېفوني پيغام کې ويلي ،چې اته اربكيان له اته ميله وسلو اويوه كرولا موټر سره تېر ماښام ورته تسليم شوي دي.