Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد (پژواک ٥ ورى ٩١): په ننګرهار کې د روغتيا چارواکي وايي، په ټولو ختيځو ولايتونو کې له دوه زرو څخه زيات کسان په نري رنځ اخته دي او دغه شمېره له مخکې کلونو څخه لوړه شوې ده.

په ختيځ زون کې د نري رنځ ناروغۍ د کنټرول او مخنيوي مسوول ډاکټر صديق الله رحيمي د وري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر کال په ننګرهار، لغمان، نورستان او کونړ ولايتونو کې دوه زره يوسل اته شپېته تنه د نري رنځ په ناروغۍ اخته شوي دي. ٢١٦٨

د هغه په وينا، دغه کچه د ١٣٨٩ لمريز کال په پرتله نږدې شل سلنه زياته وه او په دغه کال کې دا شمېره اتلس سوه شپېته تنه وه.

نوموړى وايي، داسې کوم ځانګړى لامل نشته چې وښيي ولې دغه کچه پورته تللې ده.

صديق الله رحيمي وويل، چې پخوا خلکو روغتيايي اسانتياوو ته لاسرسى نه درلوده او نه په دې اړه ځانګړي پروګرامونه وو.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرازد پژواک ته وويل، چې د توبرکلوز (نرى رنځ) د کنټرول په موخه په ننګرهار محبس، کډوالو کمپونو او بې ځايه شوو کورنيو په کورونو کې د دوى ځانګړې ډلې فعاليت کوي، چې له امله يې اوس دغه پېښې پټې نه پاتې کېږي او تر دوى رارسېږي.

شېرزاد زياتوي، چې په ختيځه سيمه کي ساري او غير ساري توبرکلوز شتون لري، چې ساري يې له سږو او غير ساري يې د هډوکو دى، چې ډېرى د ناروغانو له پرنجي او ټوخي څخه نورو خلکو ته سرايت کوي.

بازمحمد شېرزاد وويل چې دغه ناروغي په بې وزلو خلکو او مېرمنو کې ډېره ده، نو ځکه دوى د روغتيا د نړيوال سازمان (ډبليو اف پي) په مرسته هر ناروغ ته په مياشتني ډول يوه اندازه خوراکي توکي، لکه غنم، مالګه، لوبيا، نخود او غوړي ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې په جلال اباد ښار کې د نري رنځ د مخنيوي مرکز تر هغو پورې ناروغانو ته وړيا درمل ورکوي، ترڅو چې يې ناروغي په بشپړه نه وي ښه شوي

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.