کابل ( پژواک ٥ ورى ٩١ ) : د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ د نړيوالې شورا په مرکز کې يې له مسوولينو سره دافغانستان د کرکټ د پرمختګ او بهرنيو سفرونو په اړه ګټورې خبرې کړې دي.
د کرکټ بورډ لخوا د وري په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د کرکټ بورډ د اجرائيوي رييس نسيم الله دانش په ګډون دوه کسيز پلاوي له تېرې يوې اونۍ راهيسې په دوبۍ د کرکټ د نړيوال شورا ( اى سي سي) له مسوولينو په خبرو بوخت دى.
سرچينې زياته کړه چې لومړى په شارجه کې ددې امارت د کرکټ له شورا سره په بېلا بېلو موضوعاتو او په ځانګړې توګه د شارجه نړيوال لوبغالي چې د افغانستان د کوربه لوبغالي نوم ورته ورکړل شوى، په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه راز د کرکټ بورډ پلاوي په دوبۍ کې د کرکټ د نړيوالې شورا ( اى سي سي) له مشر هارون لورګاټ، د اى سي سي دنړيوال پرمختيا مسوول ټيم انډرسن، د کرکټ د اسيايي شورا دپرمختيايي چارو مسوول بنډولا ورنپورا، د اى سي سي د مهارتونو دلوړوپو له عمومي مسول رچرډ ډان او د کرکټ ددويم درجې غړيتوب لرونکو هېوادونو له استازو سره يې ليدل کړې دي.
د کرکټ بورډ مسوولينو په دې ليدنو کې په افغانستان کې په نړيوال معيار برابر د لوبغالي د جوړولو، د افغانستان د کرکټ په نورو پرمختيايي چارو، دافغانستان د ايسوسي ايټ غړيتوب د افغانستان د راتلونکو سفرونو په اړه په تفصيلي ډول خبرې وشوې.
سرچينه کاږي چې د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسيم الله دانش دغه راز په دوبۍ کې د ايرلينډ، هالينډ، کاناډا او يو شمېر نورو ايسو سي ايټ هېوادونو له استازو سره يې دوه اړخيزې ګټورې خبرې کړې دي.
خبرپاڼې د دانش په حواله زياتوي چې په دې ليدنو کې پرېکړه وشوه، چې په اړونده هېوادونو کې د کرکټ د پرمختګ او سفرونو په اړه به په ګډه کار کوي او ګډ ميکانيزم به ورته جوړوي.
دانش وايې چې د اى سي سي د نړيوال پرمختيا مسوول ټيم انډرسن سره د ليدنې پرمهال يې په ځانګړې توګه د زمبابوى د سفر په اړه خبرې وکړې چې د هغوى لخوا په دې برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP